ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د ارزونې او معیاري کولو لپاره ۱۴ کسیزه کمېټه جوړه شوه

د کرکټ د ارزونې او معیاري کولو لپاره ۱۴ کسیزه کمېټه جوړه شوه

author avatar
6 Dec 2021 - 09:50
د کرکټ د ارزونې او معیاري کولو لپاره ۱۴ کسیزه کمېټه جوړه شوه
author avatar
6 Dec 2021 - 09:50

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ارزونې او معیاري کولو په موخه یې ۱۴ کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالولي امین، دولت خان احمدزی، احمدشاه سلیمانخېل، رییس خان احمدزی، احسان عبید، نورالحق ملکزی، سلام افغان، نوروز منګل، تاج ملوک عالم، الله داد نوري، محمد نظیم جار عبدالرحیمزی، منهاج راز، محمدخان او شاهد الکوزی د یادې کمېټې غړیتوب لري.

سرچينې لیکلي چې دغه کمېټه یې د کرکټ بورډ د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ جوړه کړې او پرون یې خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړه.

سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس میرویس اشرف او  د دې ادارې اجرائیوي رییس نصیب خان د کمېټې غړو ته سپارښتنې وکړې څو په هېواد کې د کرکټ په ډګر کې د نیمګړتیاوو او پیاوړتیاوو ټول شته موارد مطالعه او راپور یې له دوی سره شریک کړي.

میرویس اشرف د کمېټې غړو ته ویلي: «هیله ده د کرکټ ټول هغه اړخونه په ښه توګه روښانه کړئ، چېرې چې نیمګړتیاوې موجودې وي، د نیمګړتیاوو د حل لپاره باید چټک ګامونه پورته شي او د کرکټ معیاریتوب باید لومړیتوب وي.»

ده د شته نیمګړتیاوو په اړه معلومات نه دي ورکړي، ویلي یې دي چې د کرکټ د معیاري کولو ترڅنګ د ادارې پلانونو، تګلارو او اصولو بدلون او تعدیل ته هم اړتیا لیدل کېږي، څو په هېواد کې د کرکټ په ډګر کې هر څه معیاري او له وخت سره سم وړاندې شي او ټولې هغه نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي چې اوسمهال د کرکټ لپاره خنډونه دي.

ده همدا راز ویلي: «کرکټ په هېواد کې د خلکو د خوښیو لوبه ده، باید د دغې لوبې د لا ډېرې پياوړتیا، د کورني کرکټ، د لوبې پرمختیا، او دغه راز د غوراوي په برخو کې ځانګړي او ژور بدلونونه راشي، تر څو کرکټ هغه هدف ته ورسوو چې موږ یې په پام کې لرو.»

د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان هم د کرکټ پر لا ډېر پرمختګ او مروجولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې‎ په دې برخه کې باید ډېر او په اخلاص کار وشي.

Views: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.