جلال اباد (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د ستروسو يو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې شاوخوا ۴۵ ډوله ستروس نندارې ته ايښودل شوي وو.
دغه نندارتون نن د کرنې رياست په انګړ کې جوړ شوى و.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد په دې تړاو وويل چې دوی د بڼوالۍ په ملي مرکز کې د ستروسو لس ۱۰ ډوله چې د ختیځ زون له اقلیم سره مساعد وي بڼوالو ته معرفي او د کرلو سپارښتنه يې کړې ده .
د کرنې رييس زیاته کړه، په سپارل شوو ډولونو کې څلور ډوله مالټې، څلور ډوله لېمو، يو ډول چکوتره او يو ډول نارنج شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ننګرهار کرنې ریاست د بڼوالۍ ملي مرکز په ۲۰۰۷ کال کې په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د مختلفو مېوو ۲۰۰۰ ونې په کې تر څېړنې لاندې نیول شوې دي.
نوموړي وويل چې د ننګرهار د بڼوالۍ ملي مرکز ۷ ملي کلکسونونه د انځر، خرما، ستروسو، زیتون، لوکاټ او املوکو لري چې په هر یو کلکسون کې په لسګونه نورې نوعې تر څېړنې لاندې نیول شوي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د افغانستان په شپږو زونونو کې د مختلفو مېوو ملي مرکزونه لري چې ننګرهار يې د ستروسو په مرکز نومول شوی دی.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن