Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوکتور عبدالرازق پالوال جنازه خاورو ته وسپارل شوه

کندهار (پژواک ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۰): د هېواد نوميالی توکمپوه، څېړونکی او ژبپوه دوکتور عبدالرازق پالوال د ۸۳ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د دوشنبې په ورځ په کندهار کې د مشاهيرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

پالوال د هېواد له مشهورو ليکوالو او څېړونکو څخه و چې د خپل ژوند نږدې ټوله برخه یې د علمي څېړنو لپاره وقف کړې وه.

د هغه د جنازې په مراسمو کې زیات شمېر لیکوالانو، فرهنګیانو، استادانو، ادیبانو، شاعرانو او نورو کسانو ګډون کړی وو.

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صميم د پالوال د خدمتونو او تسلیت په اړه د اطلاعات او فرهنګ د وزیر پيغام ولوست او د هغه مړینه یې د افغانستان د ادبیاتو او فرهنګ لپاره لويه ضایعه وبلله.

هغه زیاته کړه، ځوانان دې د عبدالرازق پالوال له کتابونو ګټه واخلي او دوی به هڅه وکړي چې د ناچاپ اثارو د چاپ لپاره یې هم زمينه برابره کړي.

د پښتو ژبې او توکمپوهنې دغه لوی عالم په ميراث يواځې خپل کتابونه پرېښول، هغه کتابونه چې د افغان ولس د نن او سبا لپاره ستر درسونه لري.

پالوال د هېواد له هغو علمي کادرونو څخه و چې د هېواد او خپل اولس د ويښتابه لپاره يې د جرمني غوندې هېواد پرېښود او خپل هېواد ته يې د خدمت لپاره ځان را ورساوه.

دوکتور عبدالرازق پالوال د بشر پوهنې (انټروپولوجي) په برخه کې ماسټري کړې وه، د دوکتورا سند يې د امریکا د پنسلوانیا له پوهنتون څخه تر لاسه کړی وو.

نوموړی په پښتو، دري، انګلیسي، عربي، جرمني او سانسکريټ ژبو پوهېده، په دې ژبو باندې يې ژباړې هم کړې دي او په انګليسي ژبه ناچاپ اثار لري.

دوکتور پالوال ګڼې رسالې او مقالې لیکلي، د چاپ او ناچاپ اثارو شمېر يې تر ۵۰ پورې رسیږي، مشهور اثار يې وګړي دوږخيان دي، سړيان هم لا، پښتو نوی مصدر، معیاري پښتو، موږ محوه کيږو او ځيني نور دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.