Language

په کابل ښار کې چاودنه شوې

کابل (پژواک، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار دویمې حوزې اړوند جوی شیر سیمه کې چاودنه شوې خو زیان نه لري.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې څو شېبې وړاندې د کابل ښار دویمې حوزې اړوند سیمه کې یوه ماین چاودنه کړې ده.

دی وايي، د یادې چاودنې له امله هیچا ته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

Related Topics