Language

لوګر کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو پروژه بشپړه شوه

پل علم (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو پروژه بشپړه او پرانیستل شوه.

په دغو مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین، د ښاري اوبو رسولو عمومي رییس انجنیر نعمت الله احمدي، د لوګر د اوبو رسولو چارواکو، علماوو او مخورو ګډون کړی وو.

د لوګر مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړو.

هغه زیاته کړه، دا لومړۍ پروژه ده چې د امارت له راتګ وروسته یې سمدستي کارونه پیل او اوس بشپړ شول.

دی وايي، د دغې پروژې له بشپړېدو سره د سلګونو کورنیو د څښاک د اوبو ستونزه هواره شوه.

د ښاري اوبو رسولو عمومي رییس انجنیر نعمت الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو رسولو دغه پروژه چې پنځه میلیونه افغانۍ پرې لګېدلې، ۳۵۰ کورنۍ ګټه ورڅخه اخلي.

هغه زیاته کړه: «د اوبو رسولو دغه پروژه په نوې او عصري بڼه کورنیو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه رسوي چې مصرفوونکي یې په بدل کې حکومت ته کمې پیسې ورکوي.»

د پل علم ښار یوه اوسېدونکي بسم الله پژواک خبري اژانس ته وویل، خلک خوښ دي چې کلونه وروسته د څښاک اوبو اسانتیا ورته برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، د اوبو زېرمه د ښار د غره په لمن کې جوړه شوې چېرې چې د اوبو کچه ټیټه ده، د دغې سیمې اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ وو او دا توان یې نه درلود چې په خپل لګښت د څښاک اوبه برابرې کړي.

هغه دا د خلکو لپاره لویه اسانتیا وبلله.

د یادونې ده چې د پل علم ښار د ډېرو سیمو اوسېدونکي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري چې چارواکي په راتلونکې کې په دې برخه کې د ځينو پروژو د پلي کولو ژمنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.