Language

په ننګرهار کې د شاه فيض الله اغا تاريخي زيارت رغول کيږي

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست وايي، دغه ولایت کې يې د تاريخي ځايونو د بيارغونې هلې ځلې پيل کړي چې د BRD په نوم يوې موسسې ورسره په سره رود ولسوالۍ کې د شاه فيض الله اغا په نوم د مشهور تاريخي زيارت د رغولو ژمنه کړې ده.

د چارواکو په وينا، د دغه زيارت په رغونې سره به هلته د سيلانيانو د ورته زمينه هم برابره شي او هم به ياد تاريخي زيارت خوندي وساتل شي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس قاري نور محمد حنيف پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د تاریخي ځايونو د بيارغونې او ساتنې لپاره يې په ځانګړو پلانونو کار پيل کړی دی.

هغه زياته کړه، تېره ورځ يې د BRD په نوم يوې کلتوري موسسې چارواکو سره ليدلي او هغوی ورسره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په سره رود ولسوالۍ کې د شاه فيض الله اغا تاريخي زيارت ترميم کړي.

د اطلاعات او فرهنګ رييس  وايي، د يادې ادارې له مسوولينو يې وغوښتل ترڅو په دغه ولايت کې د نورو تاريخي ځايونو او ابدو په رغونه کې هم ور سره همکاري وکړي، چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

نوموړي دا هم وويل چې تر دې وړاندې نورو نړيوالو مؤسسو سره هم د تاريخي ابداتو د بيا رغونې په اړه خبرې شوي او هغوی د همکارۍ ژمنه کړې.

د اطلاعات او فرهنګ رياست د معلوماتو  له مخې، په ننګرهار کې شاوخوا سل تاريخي ځايونه او ابدې موجود دي چې ټول يې د تېرو څلور لسيزو جګړو له امله ړنګ شوي او اوس يې يوازې د درېیو بيارغونه روانه ده.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال يوازې د غازي امان الله خان مقبره رغول شوې او د سراج العمارت او شاهي ماڼۍ بيارغونه روانه ده.

د يادولو ده چې په ننګرهار کې د هډې د تاريخي غونډۍ، مملې باغ، جلال اباد شاهي ماڼۍ، سبزاباد غونډۍ، د سره رود استوپو سربېره لسګونه نور تاريخي ځايونه او تاريخي ابدات موجود دي چې په بيارغونې سره يې هره مياشت د زرګونو سيلانيانو د راتګ زمينه برابرېدلای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.