کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): حکومتي مسوولين وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د صحتمندي پروکرام لپاره د راتلونکي کال تر نیمايي پورې سل میلیونه ډالره مالي سرچینه برابره کړې ده.
د حکومت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ملګرو ملتونو سازمان له یوه استازي لیوډیپني سره لیدلي دي.
دی وايي، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې افغانستان کې صحتمندي پروګرام سره د ملګرو ملتونو له مالي مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې حکومت به د دوی ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته مو رسېدنه کوي.
وثیق زیاته کړه چې په یاده لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازو په افغانستان کې د صحتمندي پروژې سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
ده د هغوی له قوله لیکلي چې د یادې پروژې د دوام لپاره یې د روان کال تر پایه ۶۰ میلیون ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي پورې یې سل میلیونه ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP