Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اميد خيريه موسسې د عامه پوهاوي له لارې د فساد مخه نيولې

لښکرګاه (پژواک،۲۰ليندۍ ۱۴۰۰): “اميد” خيريه موسسې، په هلمند ولایت کې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې په مختلفو برخو کې د فساد مخه نيولې او د خلکو ستونزې يې حل کړې دي.

اميد موسسه د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) له خوا تمویلېږي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې فعاليت کوي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یادې موسسې د ولايتي دفتر مشر شمیم احمد نصرت وایي چې د تېر حکومت پر مهال دوی له فساد سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي ډېر روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي او د خلکو ستونزو ته يې رسېدنه کړې ده.

دی وايي چې په دغو ورکشاپونو کې د مدني فعالانو په ګډون بېلا بېلو ټولنو ته له فساد څخه د مخنيوي په موخه روزنه ورکړل شوې او خلکو ته يې ګټه رسېدلې ده.

د ده په خبره، د دغې روزنې موخه دا وه تر څو هغه کسان چې دوی ته د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره مراجعه کوي، ستونزې يې له چارواکو سره شريکې او حل شي.

شمیم وویل چې ۶۰ داسې قضيې ورسره ثبت دي چې د تېر حکومت پر مهال خلکو ورته مراجعه کړې ده .

دی وايي، خلکو به تر ډېره د مرستو له غيرعادلانه وېش څخه سرټکاوه او يادې موسسې د خلکو غږ تر چارواکو رسولی او ستونزې یې حل شوې دي.

د لښکرګاه اوسېدونکې ثنا وايي، غوښتل يې چې د تابعيت تذکره  واخلي، خو کله چې د تذکرو د ورکړې مرکز ته لاړه، موظف مامور يې کار نه کاوه، پلمې يې کولې او غوښتل يې چې د تذکرې په بدل کې رشوت تر لاسه کړي.

هغه وايي چې بيا يې خپله ستونزه له امید موسسې سره شريکه کړه او موسسې دا خبره د تذکرو مرکز له مشر سره مطرح او حل کړه .

د عبدالله په نوم يو بل تن چې د تېر حکومت پر مهال يې د جګرو له امله له مارجې ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته کډې کړې، وايي چې د وخت د کډوالو چارو رياست ته یې عریضه کړې وه، تر څو مرسته ورسره ورکړي، خو دا کار یې ونه کړ.

دی وايي چې يوه ورځ د اميد موسسې کسان درېيمې ناحيې ته د کرکټ لوبې لپاره ورغلي وو او خلکو ورته وويل چې دا موسسه له فساد سره د مبارزې په برخه کې فعاليت کوي او د خلکو ستونزې حلوي.

عبدالله وايي، ده خپله ستونزه د موسسې له کارکوونکو او هغوی بیا د کډوالو چارو رياست سره شریکه کړه. د ده په خبره، ستونزه حل شوه او مرسته یې تر لاسه کړه.

محمد انور، يو بل تن دی چې د تېر نظام په وخت کې يې د جګړو له امله له مارجې ولسوالۍ څخه  لښکرګاه ته کډه کړې او د اميد موسسې له فعاليتونو خوښ دی.

هغه وايي، کله چې لښکرګاه کې مېشت شو، هلته ځينو خيريه موسسو د مرستو لپاره پر خلکو کارتونه وېشل او دی هم د کارت د تر لاسه کولو په لټه کې و، خو په تر لاسه کولو یې بریالی نه شو.

دی وایي چې خپله ستونزه يې د موسسې له کارکوونکو سره شريکه کړه او هغوی بيا د ناحيې د وکيلانو له لارې د کډوالو چارو رياست سره خبرې وکړې او په پایله کې يې ستونزه حل شوه او مرسته یې تر لاسه کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.