ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروپايي ټولنې ۲۸۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او کرونا ضد وسایل کابل ته راورسېدل

د اروپايي ټولنې ۲۸۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او کرونا ضد وسایل کابل ته راورسېدل

author avatar
13 Dec 2021 - 12:15
د اروپايي ټولنې ۲۸۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او کرونا ضد وسایل کابل ته راورسېدل
author avatar
13 Dec 2021 - 12:15

چاریکار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۰): د اروپايي ټولنې د مرستو په لسمه جوپه کې ۲۸۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او له کرونا ناروغۍ د مخنیوي وسایل کابل ته راورسېدل.

د یادې ټولنې یوې کمېشنرې نزلینارچیچ (د لیندۍ په ۲۱مه) د یادو څرګندونو تر څنګ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې دغه مرسته شوي توکي تېره ورځ کابل ته رسېدلي دي.

دا وايي، اروپايي ټولنه به تل د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان ځینې نور محدودیتونه هم ولګول شول چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

خو وړمه ورځ نړیوال بانک اعلان وکړ چې مرستندویه هېوادونو افغانستان ته د دغه هېواد د بیارغونې وجهي صندق (ARTF) له کنګل شوو پیسو د ۲۸۰ میلیون ډالرو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې وروستیو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د ژور بشري بحران له ګواښ سره مخامخ دی، اقتصاد یې د سقوط پرپوله ولاړ دی او نړیواله ټولنه باید ورسره مرستې وکړي.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.