میمنه (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۰): د فاریاب ولایت د ترافیکو امریت یو شمېر پرسونل له بد اقتصادي وضعیته شکایت کوي او په داسې حال کې د شپږو میاشتو د معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي چې د یاد ولایت چارواکي وايي، دغې ستونزې ته رسېدنه کېږي.
په فاریاب کې د ترافیکو یو شمېر کارکوونکو پژواک ته وویل چې اولادونه یې وږي دي، هر دوست ته چې ورځي پور نه ورکوي. دوی له سرپرست حکومته وغوښتل چې د شپږو میاشتو معاشونه یې چې دوه میاشتې یې د جمهوریت د دورې پاتې دي ورکړي، ځکه د دوی اقتصادي وضعیت ډېر بد دی.
په میمنې ښار کې د ولایت مقام د څلور لاري یوه ترافیک وویل: ((د جمهوریت دورې د دوو میاشتو او د اسلامي امارت حکومت د څلورو میاشتو معاشونه یې نه دي اجرا شوي، کورنۍ کې لس کسان یو، هر دوست او ملګري ته چې ورځم پور نه راکوي.))
نوموړي زیاته کړه چې، د جمهوریت پر مهال یې له بدل اعاشې سره ۱۶۵۰۰ افغانۍ معاش درلود، ژوند یې ښه و، چاته یې لاس نه غځاوه، ملګري، انډیوال او دوکاندار ټولو ورته درناوی درلود، پور یې ورکاوه خو له کله راهیسې یې چې معاش نه ورکول کېږي څوک یې سلام نه ځوابوي.
نوموړي د نوي حکومت له مشرتابه وغوښتل چې ژر تر ژره د دوی حال ته پاملرنه وکړي او معاشونه یې ورکړي.
په ورته وخت کې میمنې ښار کې د عبدالرسول په نوم بل ترافیک وايي: ((د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره سیمه کې امنیت او سوله راغلي، له سهار تر ماښانه دندې ته حاضر یم، خو تر پنځو میاشتو ډېر وخت کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی، ژوند مې له ستونزو ډک شوی دی.))
نوموړی وايي: ((کور کې ۹ ډوډۍ خواره کسان لرم، نږدې شپږ میاشتې کېږي معاش مې نه دی اخیستی، له دندې پرته بل مصروفیت نه لرم، د ډوډۍ غم یو طرف د برېښنا بېل، ګاز، درملو او ډاکتر اندېښمن کړی یم. مخکې راسره دوکاندارانو ډېر ښه چلند کاوه، خو اوس وايي، امر صیب ډېره پانګه نه لرم، پور نه شم درکولای، ډالر هره ورځ پورته ځي، خدای پوهېږي چې حکومت تاسو ته معاش درکوي او کنه، هیله ده خپه نه شې.))
د یوې دولتي ادارې کارکوونکی عبدالله (مستعار نوم) په داسې حال کې چې یوه بورۍ اوړه یې انتقالول وویل، د حکومت تر سقوط وروسته یې یوازې یوه میاشت معاش اخیستی، پیسې یې نه لرلې، تېره ورځ یې د لور یوه ګوتمه په ۶۵۰۰ افغانۍ وپلورله، یوه بورۍ اوړه یې واخیستل، په پاتې پیسو د برېښنا بېل او قرض ورکوي.
هغه ژوره ساه واخیسه او ویې ویل: ((کاش چې زه الله تعالی نه وای پیدا کړی، که یې پیداکولم هم افغانستان کې یې نه وای پیداکړی، پنځه زره کلن تاریخ یې خونړی دی.))
په میمنې ښار کې د غلام غوث په نوم دوکاندار وايي، ډېری پېرېدونکي یې ښوونکي او حکومتي کارکوونکي دي، دوی د حکومت تر سقوط مخکې د اړتیا وړ توکي او خوراکي مواد د یوې میاشتې لپاره په پورل اخیستل، کله به یې چې معاش واخیست پور یې ورکاوه او تازه توکي یې اخیستل.
نوموړي وویل، څلور میاشتې کېږي د پېرېدونکو شمېر یې کم شوی، لامل یې هم د حکومتي مامورینو د معاشونو نه ورکول، د ډالر د بیې توپیر او قېمتونو لوړېدل دي.
هغه زیاته کړه: ((کله چې پېرېدونکي پور غواړي منفي ځواب ترلاسه کوي، طبیعت یې خراب او له سترګو یې اوښکې ځي، د دوی د وضعیت په لیدو زه هم متاثر او غمجن کېږم، خو چاره نه لرم، که خپله ټوله سرمایه پور ورکړم کاروبار به څنګه کېږي؟))
په میمنې ښار کې د چغتای ایوبي په نوم بل دوکاندار وویل، کله به یې چې مشتریانو معاش واخیست د توکو پیسې یې میاشت پر میاشت ورکولې، خو کله چې حکومت بدل شوی د پېر او پلور اندازه کمه شوې، مشتریان په ځانګړې توګه حکومتي مامورین لږ راځي.
هغه په داسې حال کې چې د یادښتونو کتابچه یې خلاصه کړې وه وویل، حکومتي کارکوونکي او ښوونکي یې هغه مهال ۶۰۰زره افغانۍ پوروړي دي چې د ډالر ارزښت ۷۰ او ۷۵ و، خو اوس د ډالر ارزښت ۱۲۴ افغانۍ دی، نیمايي توکي یې چې په پور ورکړي و اوس یې په هغو پیسو نه شي اخیستی.
د فاریاب د ترافیکو امر د خپل پرسونل د شکایت په اړه وویل، د مرکې صلاحیت نه لري.
خو د یادې ادارې یوې سرچینې پژواک ته وویل، د فاریاب د ترافیکو امریت ۵۸ پرسونل او کارکوونکي لرل، ۲۱ کسانو یې دندې پرېیښې یا د نورو ولایتونو وو او تر سیاسي بدلون وروسته تللي دي.
سرچینې زیاته کړه: ((د ترافیکو ادارې نوی امر له ۱۵ طالبانو سره په دې اداره کې ګومارل شوی، دوی هم معاش نه لري او په پام کې ده چې د هغو کارکوونکو پر ځای چې دندې یې پرېیښې دي جذب شي.))
پژواک د ترافیکو امریت د پرسونل د معاش نه اخیستو شکایت د فاریاب له امنیه قوماندان مولوي نیک محمد حذیفه سره شریک کړ، نوموړي وخت وغوښت چې یاده موضوع د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړي او وروسته د مشرتابه د خبرو مطابق نظر ورکړي.
امنیه قوماندان له یوې ورځې وروسته ویل چې د فاریاب د ترافیکو امریت د پرسونل معاش به ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې دوی د کورنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم د ترافیک پرسونل معلومات او د امنیې قوماندانۍ د ملکي کارکوونکو معلومات مرکز ته لېږلي چې معاشونه یې ورکړل شي.










