کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۰): د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د افغانستان د اوسنیو اقتصادي ستونزو او بشري ناورین په اړه خبرې کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو تر څنګ ویلي چې په دغه غونډه کې به افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه هم خبرې وشي.
د خبرپاڼې له مخې، غونډې ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم بلل شوی څو د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او قطر ترمنځ د همکاریو په برخه کې همغږي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې تېره ورځ افغانستان ته د ۲۸۰ ټنو خوراکي توکو، درملو او کرونا ضد وسایلو کومکي بسته هم را واستوله.
Views: 199
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن