لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د راکټ د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۴ کسان ټپیان شوي دي.
پېښه نن سهار د دې ولسوالۍ په هزار جفت بازار کې شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس چې د راکټ مرمۍ یې موندلې وه، ټکولې او چاودنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د دې چاودنې له امله ۴ کسان ټپیان شوي دي.
دی وايي، ټپيان د ګرمسېر ولسوالۍ د هزار جفت روغتون ته وړل شوي چې د درېیو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
په هلمند کې دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې خلک په خپلو سیمو کې له تېرو جګړو د پاتې ناچاودو توکو شکایت کوي او وايي چې د دوی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن