کابل (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۰): د کابل اوسېدونکي وایي چې د مخابراتي کمپنيو د انټرنیټ بيې لوړې دي، خو په دې وروستيو کې يې انټرنیټ ډېر کمزورى شوى او په سمه توګه کار نه کوي.
د یادې موضوع په اړه د پژواک خبري اژانس خبریال د کابل د بېلابېلو سیمو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړي او ټولو د انټرنیټ له ټیټ کیفیت څخه شکایت کړی دی.
د دغو کسانو له ډلې څخه د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د يکه توت سيمې اوسېدونکي رفیع الله پژواک ته وویل چې په دې وروستيو کې د دوى په سيمه کې مخابراتي کمپنيو انټرنيټ خپل کيفيت له لاسه ورکړى دى.
دى وايي: ((انټرنیټ هیڅ سم کار نه کوي، کله خو يې بېخي انتن ورکيږي او بيې بيا ډېرې لوړې دي.))
دغه راز د کابل ښار د قلعه چې سيمې اوسېدونکي منصور پژواک ته وويل چې د ټولو مخابراتي شبکو له انټرنیټ څخه يې استفاده کړې، خو يو هم سم کار نه کوي.
ده وويل: ((دا چې انټرنيت يې کار نه کوي زموږ په ځاى کې خو کله نا کله زنګ هم نه وهل کيږي.))
همدارنګه د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې یوه اوسېدونکي خالد ارمان پژواک ته وویل چې د دوی په سیمه کې کله نا کله د یو شمېر شبکو انټرنیټ هیڅ کار نه کوي.
دى زياتوي: ((دا شبکې وايي چې زموږ انټرنیت 4G دى، خو د 2g غوندې هم کار نه کوي او پیسې بيا ښه ډېرې اخلي دا مشکل بايد حل شي.))
د کابل ښار د نورو سيمو ګڼ شمېر اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې وغوښتل چې هرڅه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ټولو مخابراتي شبکو نظرونه ترلاسه کړي، خو يواځې د افغان بېسيم مسوولين حاضر شول چې په دې اړه ځواب و وايي.
د يادې شبکې د سایټونو مسوول انجنير عبدالوکيل پژواک ته وويل چې د خلکو څرګندونې بې اساسه دي او د کابل ښار په ټولو سيمو کې انټرنیټ په ښه توګه کار کوي.
دى وايي: ((زه هره ورځ له خپلو ټولو سایټونو ليدنه کوم ټول سم کار خو کېداى شي د ځينو سيمو په تهکاويانو کې کار ونه کړي نور ستونزه نه شته دى.))
د اړوندې موضوع په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پژواک ته وویل چې د انټرنیټي ستونزو د حل لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
د ده په وينا، هغه سيمې معلومې شوي چې انټرنیټ په کې کمزورى کار کوي د دغې ستونزې د حل لپاره د وزارت رهبري په چټکۍ سره کار کوي.
نوموړي دا هم وويل چې د انټرنيټ د کمزوروالي په اړه د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره هم خبرې شوي او يو لړ اقدامات هم ترسره شوي دي.
د يادونې ده چې د کابل ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم له کمزوري انټرنيټ څخه شکايت کوي او له مسوولينو هرڅه ژر د يادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP