ترینکوټ (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): په اروزګان کې هم د نظامي لیکو د چاڼ کمېسیون له دې ژمنې سره په کار پیل وکړ چې له نظامي لیکو به مفسد او ناپاک کسان باسي او د یوه منلي پوځ جوړولو لپاره به هڅې کوي.
دغه کمېسیون چې تېره ورځ یې رسماً په کار پیل وکړ، د نورو ادارو تر څنګ په کې د ملي امنیت، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي غړیتوب لري.
د اروزګان د استخباراتو مسوول او د دغه کمېسیون مشر سالم اخندزاده وویل، د کمېسیون دنده په نظامي لیکو کې د هغو کسانو په نښه کول او لرې کول دي چې کړنې یې د امارت د اصولو خلاف وي.
ده زیاته کړه، ټول هغه کسان به له نظامي لیکو و ایستل شي چې له خپل موقف او د امارت له نوم څخه یې ناسمه ګټه اخیستې وي، خلک یې ځورولي وي، ملي شتمني یې لوټ کړې وي او یا یې نور ناقانونه کارونه کړي وي.
دی وايي، د هر کس د لرې کولو پر مهال به اړوند نظامي مسوول ته ټول هغه شواهد ښودل کېږي چې د هغه د ګوښه کولو لامل شوی وي.
ده یادونه وکړه چې که ګوښه شوي کسان بیا نظامي لیکو ته داخل شي نو نه یوازې هغه شخص به سزا وویني، بلکې اړوند نظامي مسوول ته به سخته سزا ورکړل شي.
د دغه کمېسیون غړي او د اروزګان د امر بالمعروف ادارې مسوول مولوي خادم د یوه ښه نظام په جوړولو کې د دغه کمېسیون رول مهم وګاڼه.
ده له دیني عالمانو، مخورو او عامو خلکو وغوښتل چې د نظامي لیکو د چاڼ په موخه دې له یاد شوي کمېسیون سره مرسته وکړي او هغه کسان دې له کره شواهدو سره ورته په نښه کړي چې په ناقانونه کړنو کې ښکېل وي.
ده ټینګار وکړ چې ایستل شوي کسان هیڅکله اجازه نه لري چې بیا نظامي لیکو ته داخل شي او یا یې څوک په پلوي کوم اقدام وکړي.
د نظامي لیکو د چاڼ کمېسیون چې څو میاشتې مخکې یې له مرکز کابله په فعالیت پیل وکړ، اوس یې چارې ولایتونو ته هم غځول شوې دي.