ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین مرسته کوي

امریکا له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین مرسته کوي

author avatar
15 Dec 2021 - 11:59
امریکا له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین مرسته کوي
آرشیف
author avatar
15 Dec 2021 - 11:59

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین مرستې خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې هېواد یې له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین‎ مرسته کوي.

د یادونې ده، د جمهوريت نظام له پرځېدو مخکې، امریکا له افغانستان سره د کرونا ناروغي ۳،۳ میلیون دوزه واکسین مرسته کړې وه.

له افغانستان سره د امریکا د دې تازه مرستې په ګډون د دغه هېواد د سږ کال د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، چین هم له افغانستان سره د کرونا د درې سوه میلیونه دوزه واکسین مرستې ژمنه کړې چې د روان کال د لېندۍ تر ۱۷مې یو میلیون دوزه یې افغانستان ته رسېدلې او پاتې نور به هم ولېږدوي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.