ښرنه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۰): د پکتیکا خبریالانو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې پر خپل خوندیتوب او معلوماتو ته پر لاسرسي ټینګار وکړ.
والي ژمنه وکړه چې ولایتي اداره او امنیتي ځواکونه د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي او معلوماتو د لاسرسي په برخه کې خپله همکاري نه درېغوي.
په پکتیکا کې د خبریالانو د ټولنې مشر سیف الرحمن شهاب وویل، خبریالانو په تېرو دوو لسیزو کې د خبریالۍ په ډګر کې ډېرې قربانۍ ورکړي او د ژوند په بیه یې معلومات تر خلکو رسولي دي.
هغه زیاته کړه، د تېر نظام له سقوط سره ګڼو رسنیو د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی او ګڼو خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.
نوموړي د دغو ستونزو د حل تر څنګ د خبریالانو د خوندیتوب او له هغوی سره پر وخت د معلوماتو شریکولو غوښتنه وکړه.
یو شمېر نورو خبریالانو هم په دغه ناسته کې پر خپل خوندیتوب او پر وخت د معلوماتو پر شریکولو ټینګار وکړ.
ازادا خبریال عبدالباري نعیمي وویل، له خبریالانو سره دې د تېر په څېر معلومات شریک شي څو خلک له ورځنیو جریاناتو خبر شي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې خبریالان د کار پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، په کار ده چې امنیتي ځواکونه یې خوندیتوب او حقونو ته پام وکړي.
د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار د خبریالانو د دغو غوښتنو په ځواب کې وویل، چې د قانون په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او د خبریالانو خوندیتوب ته به پام کوي.
هغه زیاته کړه، اسلامي او ملي مقدساتو ته درناوی، د نظام پایښت او ملی امنیت ته وفاداري، په خبر جوړونه کې بې پرېتوب یې غوښتنه ده او همدا د ژورنالیزم اخلاق هم دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان مولوي عبدالقیوم هلال بیا خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی امنیت ته به پوره پام کېږي.
پکتیکا مېشتي خبریالان په داسې حال کې له چارواکو خوندیتوب او معلوماتو ته لاسرسی غواړي چې یوه اوونۍ وړاندې یې په یوه ناسته کې د خبریالانو پر دفاع بنسټونو له دې امله نیوکې وکړې چې د دوی حقونه یې خوړلي او تر پښو لاندې کړي دي.
Views: 16
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP