ګردېز (پژواک، ٢۵ لیندۍ ١٤٠٠): د پکتيا ولايت اوسېدونکي او هټۍوال وايي چې په دې وروستيو کې د افغانيو د بې ثباته کېدو له امله د کلدارو چلښت زيات شوی دی.
دوی وايي، د سوداګرو او لويو هټيو مالکان چې په عمده ډول توکي پلوري په ورځينۍ راکړه ورکړه کې کلدارې کاروي.
د ګردېز ښار يو تن اوسېدونکي نور اقبال پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له تېرې يوې مياشتې راهيسې چې د افغانیو ارزښت ټيټ شوی، له دې سره سم د کلدارو راکړه ورکړه هم زياته شوې ده.))
نوموړی وايي، که څه هم هټۍوال په ښکاره توګه کلدارې نه اخلي، خو په پټه توګه ټوله راکړه ورکړه پر پاکستانيو کلدارو کوي.
د نور اقبال په خبره، د کلدارو ورکوونکي او اخيستونکي د افغانيو پر ځای کلداره ځکه غوره بولي چې د افغانيو له نرخ سره ډېر په ستونزه کې دي او د نرخ د بدلون په وخت کې له ډېر زیان سره مخ کيږي.
د ګردېز ښار د درملو يو تن عمده پلورنکی چې خپل نوم محمد ياسن همت ياودي وايي، په پکتيا کې له دوو کلونو راهيسې په کلدارو راکړه ورکړه تر زياتې اندازې کمه شوې وه، خو په تېره يوه مياشت کې د لويو عمده پلورونکو هټيوالو له خوا بيا اخيستل کيږي.
نوموړی وايي، د کلدارو چلښت ته ځکه زمينه برابريږي چې له يوې خوا افغانۍ ټيټه شوې او له بلې خوا ډېری هټۍوال خپل توکي له پاکستان څخه راوړي او ټوله راکړه ورکړه يې پر کلدارو ولاړه ده.
همت له دولت څخه غوښتنه کوي چې په پکتيا د کلدارو د چلښت مخه ونيسي تر څو راکړه ورکړه پر افغانيو ترسره شي، چې ارزښت پيداکړي.
د ګردېز ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول جمعه خيل همدرد پژواک ته وويل: ((په دې وروستيو کې په پکتيا کې د کلدارو چلښت زيات شوی خو د مخنيوي لپاره يې موږ تدابير نيولي دي.))
نوموړي وايي، څو ورځې وړاندې د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو له خوا په ګډه کمېسیون جوړ شوی، تر څو هغه هټۍوال او عام خلک وڅاري چې په کلدارو راکړه ورکړه ونه کړي.
همدرد وايي، د کمېسيون غړي په ښار کې په مخفي ډول فعاليت کوي او هغه کسان چې کلداره کاروي د هغوی هټۍ تړي او قانوني چلند ورسره کيږي.
دی وايي چې په همدې تړاو تر اوسه څو کسان نيول شوي دي.
پکتيا يو سرحدي ولايت دی که څه هم په ښار او شاوخوا ولسواليو کې يې پر افغانيو راکړه ورکړه ډېره ده، خو په سرحدي سيمو کې خلک لاهم کلدارې کاروي.
خلک وايي، که چېرې په ښار کې هم د کلدارو چلښت زيات او مخه يې ونه نيول شي نو په بشپړه توګه به بيا کلداره چلښت پيدا کړي.