ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د یوه خصوصي پوهنتون د مشر او ډاکټر مړی موندل شوی

په غزني کې د یوه خصوصي پوهنتون د مشر او ډاکټر مړی موندل شوی

author avatar
16 Dec 2021 - 14:21
په غزني کې د یوه خصوصي پوهنتون د مشر او ډاکټر مړی موندل شوی
author avatar
16 Dec 2021 - 14:21

غزني (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۰): په غزني کې د هغه ډاکټر مړی موندل شوی چې نږدې میاشت مخکې له خپل کوره د وسله والو کسانو له خوا بیول شوی و.

د معراج وقار په نوم دغه ډاکټر د سلطان محمود خصوصي پوهنتون رییس هم و چې مړی یې وړمه ورځ د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د غزني ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حافظ عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، د ډاکټر معراج وقار مړی دوه ورځې مخکې د دهیک ولسوالۍ په لغباد سیمه کې موندل شوی دی.

هغه زیاته کړه، والي ټولو امنیتي ارګانونو ته د دغې پېښې د پلټنې امر کړی دی.

دی وايي: «دغه ډاکټر په مرموز ډول وژل شوی، د هغه وژنه په طالبانو پورې هیڅ تړاو نه لري، هغه سوداګري هم کوله، ښايي شخصي دښمني ولري، خو موږ یې پلټنه کوو چې چا او ولې وژلی دی؟»

خو د وژل شوي ډاکټر معراج وقار خپلوان وايي، نوموړی نږدې یوه میاشت مخکې ماښام مهال په غزني ښار کې له خپل کور څخه د یو شمېر کسانو له خوا چې وسلې یې هم لرلې، بیول شوی و.

د هغه د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل: «ماښام و، وسله وال کسان کور ته راغلل، ویل یې طالبان یوو، ډاکټر معراج د یو څو پوښتنو لپاره بیایو او بېرته یې راپرېږدو.»

د ده په خبره، هغه بیا کور ته را نغی او دوه ورځې مخکې یې په یوه څاه کې په داسې حال کې جسد پيدا شو چې سخت ربړول شوی و، پښې یې ماتې شوې وې او د پېژندلو نه و.

سرچینه وايي، ډاکټر معراج نه کومه شخصي دښمني لرله او نه تر اوسه چا ګواښلی و.

هغه له حکومت څخه د دغې پېښې د پلټنې غوښته کوي او وايي عاملین یې باید سخته سزا وویني.

له هغه وروسته چې طالبانو هېواد ولکه کړی، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دغه راز مرموزو وژنو خلک اندېښمن کړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.