ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوې ډوډۍ بیه بېرته لس افغانۍ ته را ټيټه شوه

د یوې ډوډۍ بیه بېرته لس افغانۍ ته را ټيټه شوه

author avatar
16 Dec 2021 - 17:18
د یوې ډوډۍ بیه بېرته لس افغانۍ ته را ټيټه شوه
آرشیف
author avatar
16 Dec 2021 - 17:18

کابل (پژواک،۲۵ لېندۍ ۱۴۰۰): د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په لوړېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو او مایع ګاز بیې ټيټې شوې، او کابل ښاروالۍ د یوې ۱۴۰ ګرامه ډوډۍ بیه له ۱۵ څخه ۱۰ افغانۍ ته را ټيټه کړې ده.

د کابل په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ د یوه کارکوونکي حاجي حسین صداقت د معلوماتو له مخې نن یو امریکایي ډالر په ۱۰۱ افغانۍ بدلېده، په داسې حال کې چې پرون د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۱۰۵ افغانۍ و.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول راټيت شوی و، د لېندۍ د ۲۲ تر ماښامه یو ډالر په ۱۳۰ افغانۍ تبادله کېده چې په نتیجه کې یې د ټولو وارداتي خوراکي او نفتي موادو بیې لوړې شوې وې.

د کسب ګرو خونې او کابل ښاروالۍ د لېندۍ په ۲۴ مه په یوه اطلاعیه کې ویلي و چې د لنډ مهال لپاره یې د یوې ۲۰۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۱۵ افغانۍ او د یوې ۲۷۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۲۰ افغانۍ ټاکلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس د لېندۍ په ۲۱ مه «د کابل ښار په نانواییو کې د یوې لس روپګي ډوډۍ وزن تر ۴۶ ګرامه توپیر لري » تر عنوان یوڅېړنیز راپور خپور کړ. کابل ښاریانو په دې برخه کې د مدیریت له نشتون شکایت درلود.

خو نن د لېندۍ په ۲۵مه کابل ښاروالۍ اعلان وکړ چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت او د خوراکي توکو د بیو راټيټېدو له امله یې د ډوډۍ بیه هم ټيټه کړې ده.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي پژواک ته وویل د یوې تاقه یې ډوډۍ بیه له ۱۵ نه ۱۰افغانۍ او د یوې جوړه یې ډوډۍ بیه یې له ۳۰ څخه ۲۰ افغانۍ ته ټيټه کړې ده.

هغه وویل:« د ښاروالۍ په اطلاعیه کې زموږ شمېرې شته که کوم نانوای سرغړونه کوي خلک باید موږ ته خبر راکړي زموږ سیارې ډلې ورته رسېدنه کوي.»

په ورته وخت کې د کسب ګرو خونې رئیس نورالحق عمري هم وایي چې تېره ورځ یې له کابل ښاروالۍ سره ناسته کې پرېکړه وکړه چې د ډوډۍ بیه ټیټه کړي.

د هغه په خبره د یوې ۱۴۰ ګرامه ‌ډوډۍ بیه ۱۰ افغانۍ او د یوې ۲۸۰ ګرامه ډوډۍ قیمت ۲۰ افغاني ټاکل شوې ده.

هغه زیاته کړه د ډوډۍ د نرخ د لوړېدو پرېکړه بېړنۍ وه؛ ځکه د اسعارو نرخ لوړ شوی و او ډېری نانوایاانو غوښتل چې خپلې نانوایۍ وتړي چې دغه کار د خلکو په تاوان و.

نوموړي زیاته کړه: «په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، کله چې د اسعارو نرخ ثابت پاتې شو او د ټولو موادو نرخونه خپل عادي حالت ته را وګرځېدل د نو ډوډۍ د دایمي بیه تثبیتوو.»

لومړني خوراکي توکي هم ارزانه شوي دي.

د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمری صافی وایي چې نن د لېندۍ په ۲۵مه د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته د ۲۴،۵ کیلو پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجو بیه له ۳۰۰۰ نه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۴۹کیلوګرام پاکستانۍ بورې بیه له ۴۲۰۰ نه ۳۵۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره غوړيو بیه له ۳۵۰۰ نه ۲۹۰۰ افغانیو ته را کمه شوې ده.

د کابل ښار د کلوله پشته سیمه کې د ګازو پلورونکي احمد جاوید پژواک ته وویل چې نن د تېرې ورځې په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۱۲۰ افغانۍ نه ۸۸ افغانیو ته راکمه شوې ده.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.