ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې هره ورځ درې سوه کسان د برېښنايي تذکرو لپاره نوم ليکنه کوي

بلخ کې هره ورځ درې سوه کسان د برېښنايي تذکرو لپاره نوم ليکنه کوي

author avatar
16 Dec 2021 - 15:05
بلخ کې هره ورځ درې سوه کسان د برېښنايي تذکرو لپاره نوم ليکنه کوي
author avatar
16 Dec 2021 - 15:05

مزارشريف (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۱۴۰۰): چارواکي وايي چې په بلخ ولايت کې يې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ بيا پيل کړې او هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کسان د تذکرو د اخيستو لپاره نومونه ثبتوي.

د بلخ د احصايې ادارې رييس مولوي محمد نور وثيق پژواک اژانس ته وويل چې د برقي تذکرو د وېش لړۍ يې له تېرو څلورو ورځو راهیسې پيل کړې ده.

هغه وايي چې دمګړۍ په بلخ کې د برقي تذکرو د درېیو مرکزونو له ډلې يې لومړی مرکز پرانيستل شوی، چې هره ورځ په کې ۲۹۰ کسان بايومټريک کيږي.

نوموړي زياته کړه: ((د اوس لپاره مو لومړی مرکز پرانيستل شوی، د درې سوه کسانو فورمونه هره ورځ راټولوو او تر ۲۹۰ کسانو پورې روزانه بايومټريک کېږي.))

د بلخ د احصايې رييس په وينا، په مزارشريف کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوه  نور مرکزونه هم فعال دي او دوی اماده دي چې د حکومت د رهبرۍ له امر وروسته هغه هم پرانيزي.

هغه ټينګار کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش په ټولنه کې د جرايمو له کمېدو سره مرسته کوي او تر څنګ يې د دولتي سيستم له برېښنايي کېدو سره مرسته کوي.

په ورته مهال د مزارشريف اوسېدونکي د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پر بيا شروع کېدو خوشحاله دي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيدمحمد پژواک ته وويل چې د خپل ناروغ پلار لپاره يې د برقي تذکرې د اخيستو فورمه ډکه کړې او ور سپارلې یې ده.

د هغه په وينا، اوس په تمه دی چې بايومټريک ته وغوښتل شي او له هغه وروسته خپله او د کورنۍ د نورو غړو تذکرې تر لاسه کړي.

نوموړی وايي: ((د برېښنايي تذکرې لويه ګټه دا ده چې د پاسپورټ اخیستو پر مهال د تذکرې تاييدي لپاره ضرورت نه پيدا کېږي او په ټوله کې ښه ده چې دغه پېژندپاڼې ووېشل شي.))

په بلخ کې د ټولنيزو چارو يو فعال ډاکټر غلام رسول ملکزی بيا وايي چې حکومت بايد د برقي تذکرو د وېش لړۍ نوره هم ګړندۍ کړي.

هغه پژواک ته وويل چې دمګړۍ مزارشريف ښار کې د برېښنايي تذکرو د متقاضيانو شمېر له زرو اوړي، خو د احصايې اداره په يوه ورځ کې يواځې د درې سوه کسانو د فورمونو اخيستو ظرفيت لري.

د هغه په خبره، کله چې مزار کې د برقي تذکرو د دوو نورو مرکزونو چارې هم پیل شی نو ورسره به خلکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

هغه غوښتنه کوي چې د برېښنايي تذکرو د وېش برخه کې دې هم ناروغانو، بهرنيو هېوادونو کې محصلينو او سوداګرو ته لومړيتوب ورکړل شي.

د مخکني حکومت له سقوط وروسته د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ درول شوې وه؛ خو په دې وروستيو کې د مرکز کابل په ګډون په ګڼو ولايتونو کې دغه پروسه له سره پيل شوې؛ خو لا هم عادي حالت ته نه ده را ګرځېدلې.

Visits: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.