هرات (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۱۴۰۰): يو هراتی معلول خبريال امید حقجو چې له جګړې او ټولنيزو تاوتريخوالو ډېر ځور ليدلی، د سولې ټینګښت او يو بل منلو لپاره کار کوي، څو نور د ده په شان د تاوتريخوالي قرباني نه شي.
حقجو د هېواد د لوېديځ هرات ولایت ۲۳ کلن ځوان معلول اوسېدونکی دی.
د نوموړي يوه پښه معلوله ده، خو معلوليت هېڅکله د نوموړي پر نفس د باور، خلکو او خپلو هم مسلکانو ته د خدمت او مثبت فکر کولو پر انګېزې اغېزه نه ده کړې، بلکې هغه اوس په هراتي ځوانانو کې د مېړانې يوه بېلګه او مثال دی او د نوموړي سوله غوښتنه- په ځانګړې توګه د معلولينو لپاره سوله غوښتنه- د دې لامل شوې چې دی “د اسيا معلولينو ښه ژوند” کنفرانس غړيتوب هم ترلاسه کړي.
د حقجو د ژوند سختۍ
هغه په داسې حال کې چې په ويلچر کې د خپل کور دېواله څنګ لمر ته ناست و، د خپل ژوند ترخه کيسه يې په داسې حال کې بيانوله چې ژړل يې.
هغه وايي، جګړې يې د کورنۍ خوښۍ په داسې درد بدلې کړې چې تلپاتې به وي.
خو دې دردېدلی ځوان په هوډ او وړتيا سره وويل چې کورنۍ يې کابو درې لسيزې مخکې، هغه مهال چې دی نړۍ ته راغی، د هرات ګلران ولسوالۍ په قره باغ سيمه کې يې په خټين کور کې ژوند کاوه.
دی زياتوي، هغه مهال يوه شپه د ده پلار او مور د جګړې لوريو له خوا د بمبار او راکټونو ورېدو له امله ټپيان او دواړه ړانده شول.
هغه وايي: “کله چې نړۍ ته راغلم، د کورنۍ لپاره مې ډېره سخته وه، ځکه هېڅکله په ګېډه موړ نه شوم، مور مې د چپې سترګې او پلار مې د ښۍ سترګې نه ختمېدونکي دردونه لرل، زه په داسې کور کې لوی شوم چې د درد کمېدو لپاره يې کافي څارنه نه درلوده او ناتوانه و، زيانونه يې ليدلي و.”
هغه له خپل ښي جيبه د کاغذي دستمال په را ايستلو سره، خپلې سترګې پاکې کړې او زياته يې کړه، نړۍ ته د ده په راتلو سره يې مور او پلار هيله درلوده چې د ژوند برخليک يې مثبت لوري ته وخوځوي، خو نه پوهېدل چې لا ډېرې بدبختۍ يې په لاره کې دي.
حقجو وويل، دی هغه وخت يو يا يو نيم کلن و چې ناروغ شو او کورنۍ يې دی په ګلران ولسوالۍ کې نږدې روغتيايي مرکز ته انتقال کړ، هغه ځای چې يوه روغتيايي کارکوونکي پرته له دې چې د ناروغۍ د لامل معلومولو لپاره يې معاينه وکړي، د ده په چپه پښه يې يو ډول پيچکارۍ ورته تزريق کړه.
هغه زياته کړه، يوه پښه يې فلج شوه او جوته شوه چې دغه پيچکارۍ د ده د پښې د فلج کېدو لامل شوه.
دغه ځورېدلي ځوان وويل، په پنځه کلنۍ کې په داسې حال کې چې لکړه يې ترڅنګ وه، په ښوونځي کې شامل شو، خو د ښوونځي له دورې هم ښې خاطرې نه لري، زياتوي: “هره ورځ به چې له کوره ښوونځي ته تلم، ټولګيوالو به مې را باندې ملنډې وهلې او له همدې امله به مې ژړل. خو زه هېڅکله تسليم نه شوم. هوډ مې کړی و چې خپلو درسونو ته دوام ورکړم. له دولسم ټولګي او وروسته د هرات پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي فارغ شوم.”
د سولې د ټینګښت او د تاوتريخوالي له منځه تلو لپاره د حقجو هڅې
حقجو د خبريالۍ له څانګې تر فراغت وروسته د هېواد په بېلا بېلو رسنيو کې دنده ترسره کړې او وايي چې دغه څانګه يې ځکه غوره کړې وه چې د جګړې قربانيانو غږ او دغه راز د ټولنيزو تاوتريخوالو د قربانيانو غږ اوچت کړي او د هغوی حق وغواړي.
دی اوسمهال د هغو خبريالانو او عکاسانو له ډلې څخه دی چې سولې ته د رسېدو او ټولنه کې د هر ډول تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره غږ پورته کوي.
هغه وویل، په دې برخه کې يې مبارزې ته ځکه مټې را بډ وهلي چې خپله يې هم د جګړې او ټولنيزو تاوتريخوالو درد او سختۍ ليدلي، نو غواړي چې په ټولنه کې سوله او يو بل منل بنسټيز شي، ترڅو نور د ده په شان د تاوتريخوالي قرباني نه شي.
د ده په وینا، ډېر وخت يې لرې پرتو کليو ته سفرونه کړي او د سولې تامين او ټولنيز عدالت لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي، خو په پخواني نظام کې د ناامنيو او د ادارو د بې علاقې توب له امله خپلو هيلو ته نه دی رسېدلی.
حقجو وايي، په افغانستان کې جګړه سربېره پر دې چې ډېری يې دردمن کړي، ډېر شمېر يې معلول کړي هم دي او د هغوی لپاره يې ژوند تياره کړی دی.
د نوموړي په وينا، معلولين تل په ټولنه کې ځنګ ته کړل شوي او هېڅکله له هغوی سره همکاري او همدردي چې حق يې وو، نه ده شوې.
حقجو له عکاسۍ سره مينه لري او کابو شپږ کاله کېږي چې له بېلا بېلو زاويو د خپلې کامرې له لينز څخه د سولې غوښتنې پېښې منعکس کړې دي.
حقجو د نورو له انده
د عبدالرحيم په نوم يو بل معلول چې تل يې د حقجو ترڅنګ د سولې ټینګښت لپاره هڅې کړي، وايي چې د اميد حقجو هڅې او انګېزه د دې لامل شوي چې په ټولنه کې د سولې تامين او د معلولينو حقونو ترلاسه کولو لپاره د هرات بازار ملک دروازې چوک په خپل شخصي لګښت رنګ کړی او پر سوله ييزو شعارونو يې ښکلی کړی دی.
د حقجو همکاره نرګس صادقي وايي، سوله او امنیت د ټولو هيله ده، خو د نوموړې په وينا، په دې برخه کې د حقجو هڅې نه ستړې کېدونکې دي.
هغه ټينګار کوي چې حقجو د عکاسۍ او د ټولنيزې سولې پيغام رسولو لپاره ډېری وخت ولسواليو او لرې پرتو کليو ته سفرونه کوي.
نرګس وايي، له جګړې ستړې شوې او نړيوال دې پوه شي چې افغانان سوله غواړي.
هغوی وايي، حقجو له نورو هراتي معلولينو سره د سولې په کاروان کې چې وړم کال هرات ته راغلي و، هم ګډون کړی و او اوس هم هره ورځ له يوه معلول ماشوم سره مخامخ کېږي او هغوی ته د خپل ژوند کيسې بيانوي، ترڅو په هغوی کې د سولې د ټینګښت انګېزه پيدا شي.
Views: 73
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP