کابل (پژواک ۲۷ ليندۍ ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستيال عباس ستانکزی وايي، افغانستان کې اوس ارامي ده او له هېواده بهر مېشت ټول افغانان دې بېرته هېواد ته راستانه شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (شنبه) په کابل کې د کډوالو نړيوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د هغه په وينا، هغه ټول کدرونه چې له افغانستانه تللي، بېرته دې خپل هېواد ته راشي او د هېواد په جوړولو کې دې مرسته او برخه واخلي.
نوموړي په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې خپلې کړې ژمنې دې عملي کړي.
هغه زياته کړه، د کډوالۍ، بشري مرستو او د ديپلوماټیکو اړیکو ټینګول له افغانستان سره د سیمې او نړۍ ټولو په ګټه ده.
دغه راز د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ياده غونډه کې وويل چې راتلونکي کال کې به له ګاونډیو هېوادونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شي.
هغه له نړيوالو بنسټونو غواړي چې د دغو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې چاره کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له بل هر وخت ډېر افغانان نورو هېوادونو ته تګ هڅه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP