غزني (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د غزني د کرنې ریاست چارواکي وايي، په غزني ښار او ولسوالیو کې یې ۸۰ زره جریبه دولتي ځمکې له غصبه خلاصه کړې دي چې په تېر کې زورواکو لاندې کړې وې.
دوی زیاتوي، د غاصبینو لیست یې هم چمتو کړی او مرکزي حکومت ته یې سپارلی څو پر وړاندې یې قانوني اجراات وشي.
د غزني د کرنې ریاست مرستیال مولوي فایض غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، په غزني ښار کې ۱۰ زره او په ولسوالیو کې ۷۰ زره دولتي ځمکې چې زورواکو غصب کړې وې، له غصب څخه خلاصې شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه ځمکې د زورواکو له خوا کرل کېدلې او یا پرې کورونه او مارکېټونه جوړ شوي وو چې دوی یې مخنیوی کړی دی.
دی وايي، له دې وروسته هیڅوک دا توان نه لري چې دولتي ځمکې غصب او لاندې کړي.
د نوموړي په خبره، په غزني کې له تېرو شلو کلونو راهیسې غصب روان و چې تېر حکومت یې مخنیوی نه شوای کولای خو دوی یې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخیستي دي.
هغه د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې څو ورځې مخکې په غزني ښار کې یوه کس غوښتل پر دولتي ځمکه د تېلو ټانک جوړ کړي چې دوی یې مخه ونیوله او ځمکه یې ورڅخه را وګرځوله.
دی وايي، د غاصبینو لېست یې هم چمتو کړی او مرکزي ادارې ته یې سپارلی څو پر وړاندې یې قانوني اجراات وشي.
ده خبر ورکړ، پر کومو ځمکو چې کورونه او مارکېټونه جوړ شوي یا هم خلکو ابادې کړې وې، پر هغو یې اجاره ایښې ده، هغوی اړ دي چې له کاله پر یو جریب ځمکه ۳ منه غنم امارت ته ورکړي.
هغه زیاته کړه: ((زموږ د سروې له مخې خلکو په ولسوالیو کې ۵۰ زره جریبه ځمکه نیولې او کښتونه ورباندې کوي، په هر جریب ۳ منه غنم اېښودل شوي، یا به غنم او یا به یې قیمت راکوي.))
نوموړي دغه راز وویل، په غزني ښار کې یې د استوګنې د ګڼو هغو ښارګوټو جوړولو چارې درولې چې ادعا کېږي پر دولتي ځمکو یې جوړ کړي دي.
د ده په خبره، د ټولو دغو ښارګوټو سروې به کېږي که پر دولتي ځمکو یې جوړ کړي وو نو امارت به وروسته پرېکړه کوي چې په اړه به یې کوم اقدام کوي.
د غزني اوسېدونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې ټولې هغه ځمکې دې را وګرځوي چې په تېر کې د زورواکو له خوا لاندې شوې دي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي سید احمد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، په غزني کې زور واکو ګڼې دولتي ځمکې غصب کړې دي چې د تېر حکومت چارواکو یې د مخنیوي توان نه درلود او یا ورسره شریکان وو.
هغه زیاته کړه، پر ګڼو دغسې ځمکو، کورونه، دوکانونه او ښارګوټي جوړ شوي دي چې اوس باید له غصبه خلاصې او بېرته د دولت په ملکیت کې راشي.
چارواکي په داسې حال کې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصولو خبر ورکوي چې ویل کېږي په غزني کې د سلطان محمود، حاجي رفیع او حکیم سنايي په نومونو ښارګوټي ټول پر دولتي ځمکو جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP