Language

کابل کې چاودنې یو کس وژلی او درې نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې په موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت مرستيال وياند انجنیر عزام وايي چې نن (شنبه) ماښام مهال د کابل ښار د دويمې حوزې اړوند برکي څلورلارې سره په یوه موټر کې د ګاز ډبې له امله چاودنه شوې ده.

ده زياته کړې، د دې چاودنې له امله يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، ټپيان روغتون ته رسول شوي او د پېښې په اړه څېړنه روانه ده.

تېره ورځ (جمعه) هم د کابل ښار په پروان سه کې د ديني عالم او خطيب مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د ماين چاودنه وشوه چې د نوموړي په ګډون درې تنه په کې ټپیان شول.