Language

ناپېژانده وسله والو د کابل عربي دارالعلوم د یوې څانګې مشر وواژه

کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۰): د کابل عربي دارالعلوم د یوې څانګې مشر مولوي بسم الله شاکر نن سهار کابل کې ناپېژانده وسله والو په برید کې وواژه.

ځینې سرچینې وایي، مولوي شاکر نن سهار د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې جومات ته د تګ پر مهال پر ډزو وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام وایي: «په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد وتلی ديني عالم مولوي بسم الله شاکر د اسلام د دښمنانو له خوا په یوه ډارن برید کې په شهادت رسېدلی.»

هغه وویل چې امنيتي ځواکونه پېښه په جدي ډول تعقيبوي، تر څو عاملين يې ونیول او د قانون منګولو ته وسپارل شي.