Language

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چاودنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۰) : د پاکستان د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې دچاودنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او یو شمیر نو ټپیان شوي دي.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړل چې دا چاودنه پرون ناوخته د کراچۍ ښار د شیرشاه  پراچه چوک په سیمه کې د یوه خصوصي بانک د ودانۍ ترڅنګ شوې ده.

ځایي مسوولینو ویلي چې دچاودنې له امله د یاد بانک ودانۍ او نورو دفترونو او کورونو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

د کراچۍ روغتیایي مسوولینو ویلي چې په چاودنه کې ۱۶ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي چې د ټپییانو روغتیایي حالت هم د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.