ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارین سکلیټ لوبډلې د غور «امن جام» سیالیو اتلولي خپله کړه

ارین سکلیټ لوبډلې د غور «امن جام» سیالیو اتلولي خپله کړه

author avatar
19 Dec 2021 - 11:19
ارین سکلیټ لوبډلې د غور «امن جام» سیالیو اتلولي خپله کړه
author avatar
19 Dec 2021 - 11:19

فیروزکوه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د غور فوتبال فدراسیون مسوولین په یاد ولایت کې د فوټسال سیالیو د پای ته رسېدو خبر ورکوي او وایي چې ارین سکلیټ لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د غور فوټبال فدراسیون رییس جان محمد حیدري وویل چې دغه سیالۍ یې د ورزش د ودې، بهر ته د ځوانانو د تېښتې مخنیوي او د زون په سیالیو کې د ګډون په موخه د اتلې لوبډلې د غوراوي لپاره د امن جام په نوم په لاره اچولې وې.

نوموړی وایي: «موږ له نېکه مرغه دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل کړې چې نن یې د پای ته رسېدو شاهدان، ټولو لوبډلو ښه لوبه وکړه او د نن ورځې لوبه کې ارین سکلیټ لوبډلې لومړی، لایف ګیټ دویم او توپان لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړل چې موږ یادو ټولو لوبډلو ته مډالونه او نغدي او غیر نغدي جایزې هم وېشو.

له بلې خوا ځیني لوبغاړي وایي چې ګټل او بایلل ورته مهم نه دي او دوی هڅه کوي څو له دې لارې ځوانان ورزش ته وهڅوي او بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د تلو مخنیوی وکړي.

هغوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو په دغه ولایت کې د ځوانانو لپاره د ورزشي فعالیتونو لا ښه زمینه برابره کړي څو ټول وکولی شي په ارامه فضا کې خپل ورزش وکړي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.