ګردېز (پژواک، ٢٨ لېندۍ ١٤٠٠): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ۱۵ غړي ټپيان شوي دي.
دغه پېښه تېر ماښام د ګردېز ښار باغې شاه سيمه کې رامنځته شوې ده.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغې پېښه کې د يوې کورنۍ ١٥ غړي ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
نوموړی وايي چې ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي، خو د څلورو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
احمدزي زياته کړه چې د يادې کورنۍ ټول غړي د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ګردېز ښار ته را کډه شوي وو.
د ژمي په موسم کې د کورونو د ګرمولو لپاره د بې احتياطۍ له امله هر کال ورته پېښې رامنځته کيږي چې بيا مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP