ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او لغمان کې ۲۶نيم زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کېږي

ننګرهار او لغمان کې ۲۶نيم زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کېږي

author avatar
19 Dec 2021 - 18:31
ننګرهار او لغمان کې ۲۶نيم زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کېږي
author avatar
19 Dec 2021 - 18:31

جلال اباد (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۱۴۰۰): ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د کډوالو د نړيوال سازمان او د خوړو نړيوال سازمان له لوري د خوراکي او ژمنيو توکو او نغدي مرسته ترسره کېږي چې لړۍ يې پيل شوې ده.

د کډوالو د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، يادې ادارې به راتلونکو څو ورځو کې ۱۷۸۳ کورنيو باندې ننګرهار او ۲۴زره او ۸۳۸ کورنيو باندې لغمان ولايت کې دغه مرستې ووېشي.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کډوالو د نړيوال سازمان (IOM) ادارې له لوري ۱۷۸۳ د جګړې له امله بې ځايه شويو، راستنو شويو، د طبعي پېښو له امله زيانمنو او بېوزله کورنيو سره د ۶۴۱زره او ۸۸۰ امريکايي ډالرو نغدي او ژمنيو توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال مولوي نياز محمد وهاج د يادې مرستې د وېش پر مهال د IOM، کډوالو او پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارو چارواکو څخه مننه وکړه چې اړمنو کورنيو ته يې مرستې برابرې کړي دي.

نوموړي د يادې مرستې په شفاف ډول د وېش سپارښتنه وکړه او هېوادوالو ته يې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به په هېواد کې اقتصادي ستونزې حل او خلکو ته د کاروبار زمينه برابره شي.

د IOM ادارې استازي سرفراز څرګند وويل، چې د جګړې له امله داخلي بې ځايه شويو، هېواد ته راستنو شويو، د طبيعي پېښو له امله زيانمو او بېوزله کورنيو ته چې ۱۷۸۳ کسان کيږي، هرې کورنۍ ته دوه سوه نغد ډالر او د ۱۶۰ ډالرو په ارزښت ژمني توکي او لباسونه ورکول کېږي.

نوموړی وايي، پروسه بشپړه شفافه ده او مرسته اخيستونکي کولی شي د شکايت پر مهال د IOM ادارې د شکاياتو ځانګړې شمېرې سره اړيکه ونيسي.

بلخوا د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون پنځو ولسوالیو کې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP په نږدې ۲۵زره کورنيو خوراکي توکي وېشي.

د لغمان ولايت د کلیو د بیارغونې ریيس مولوي محمد ظاهر زرکمر پژواک ته وویل چې د دوی د تخنيکي ټیم تر څنګ د WFP چارواکو له خوا د بې وزلو کسانو د پېژندنې سروې ترسره شوې وه چې اوس عملا ورته خوراکي توکي ورکول کېږي.

مولوي زرکمر وویل، دوی په ټول لغمان کې تر اوسه ۲۴زره او ۸۳۸ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې چې اوس هم دا لړۍ روانه ده.

د کلیو د پراختیا رییس زیاته کړه، د هرې کورنۍ لپاره پنځوس کیلو اوړه، څلورنیم کیلو غوړي، یونیم کیلو سوجي اوړه او یو کیلو مالګه په پام کې نیول شوي دي.

د لغمان مرکز یو اوسېدونکی میهن احمدزی وايي چې دوی ته د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.