Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې مسوده د بهرنیو مرستو له اتکا پرته جوړه شوه

مالیې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې مسوده د بهرنیو مرستو له اتکا پرته جوړه شوه

author avatar
19 Dec 2021 - 12:16
مالیې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې مسوده د بهرنیو مرستو له اتکا پرته جوړه شوه
author avatar
19 Dec 2021 - 12:16

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ١٤٠٠): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې مسوده یې پر بهرنیو مرستو له اتکا پرته جوړه کړې او ډېر ژر به د تصویب لپاره کابینې ته واستول شي.

د افغانستان مالي کال د جدي په لومړۍ نېټه پیلیږي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي چې دغه وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې مسوده نږدې وروستۍ کړې او ډېر ژر به د تصویب لپاره کابینې ته واستول شي.

ده د بودیجې د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د بودیجې اتکا د هېواد په داخلي عوایدو شوې، نه په بهرنیو مرستو.

دغه وزارت ویلي چې د تېرو درېیو میاشتو په ۷۸ کاري ورځو کې یې څه باندې ۲۶.۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

مالیې وزارت په داسې حال کې پر بهرنیو مرستو له اتکا پرته د بودیجې د مسودې له جوړېدو خبر ورکوي، چې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده پانګه کنګل کړې او پر دغه هېواد ځینې نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې نوی سرپرست حکومت جوړ شوی، خو تراوسه د ځینو دولتي کارکوونکو میاشتني معاشونه هم نه دي ورکړل شوي. حکومت ویلي چې د کارکوونکو معاشونه ورکوي.

Views: 491

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.