کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ١٤٠٠): د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ځینې ګډونوال په افغانستان کې د روانو ګډوډیو او ناورین مخنیوي لپاره پر بشري مرستو ټینګار کوي او وايي چې نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد ملاتړ وکړي.
د پاکستان په کوربتوب د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په نننۍ غونډه کې له شاوخوا ۷۰ غړو هېوادونو او سازمانونو سربېره د امريکا، روسيې، چين، جرمني او اروپايي ټولنې استازو هم ګډون کړی دی.
دغې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او تر هغه چې په دې برخه کې شرطونه له منځه لاړ نه شي، دغه هېواد ته مرستې رسېدل ستونزمن دي.
هغه شرطونه په ډاګه نه کړل چې له افغانستان سره د مرستو کولو لپاره چا او څنګه شرطونه ایښي دي، خو زیاته یې کړه چې که د افغانستان اوسني ناوړه بشري وضعیت د مخنیوي په برخه کې بېړني ګامونه پورته نهشي، نو په دغه هېواد کې به ګډوډي رامنځته شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وویل چې افغانستان د اقتصادي پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او په خبره یې دغه وضعیت پر پاکستان هم اغېز کړی دی.
دی وايي، د افغانستان ګډوډي او انساني ناورین سیمه کې د افراط ګرایۍ او ترهګرۍ ودې او د بې ثباتۍ لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه، د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د یو انساني ناورین د مخنیوي لپاره د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي.
قریشي زیاتوي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه له پیله د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي، له همدې امله اړتیا ده چې له افغانستان سره بشري مرستې له شرط پرته وشي.
یادې غونډې ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان ال سعود وویل چې افغانستان کې اقتصادي بحران نه یوازې د افغانانو لپاره ستونزه جوړوي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ګواښ او ناامني جوړوي.
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم د یاد سازمان غړیو هېوادونو پر استازو غږ وکړ چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
حسين ابراهيم وویل: “افغانان دې یو بل ومني ـ بشري مرستې به موږ ورسره وکړو، ټول اړخونه دې یووالي او پخلاینې ته مخه کړي چې په ګډه خپل وطن اباد کړي”.
هغه له ټولو اړخونو په افغانستان کې د یووالي او پخلاینې لپاره غوښتنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولود چاوش افغانستان ته د بشري مرستو په ژر تر ژره رسولو ټینګار تر څنګ وویل چې د اسلامي هېوادونو یو پلاوی دې کابل ته ولاړ شي ترڅو په دې سختو حالاتو کې له افغان ولس سره د همکارۍ او همغږۍ ښکارندويي وکړي.
دی هم وايي چې افغانستان کې باید د اقتصادي ناورین مخنیوی وشي.
هغه د امریکا متحده ایالاتونو له لوري د افغانستان کنګل شوې پانګې ته په اشارې زیاته کړه چې د افغانستان په مالي سرچینو بندیزونو دغه هېواد نور هم له ستونزو سره مخ کوي.
یادې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې د امریکا له لوري د افغانستان د پانګې کنګل کېدو دغه هېواد بېړنیو مرستو او نغدو پیسو ته اړمن کړی او افغانستان د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل وکړي.
دی وايي: “موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسوول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلا بېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسوولیت ګڼو او په دې اړه مو ډېر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو.”
هغه زیاته کړه چې اوس بهرنیو پانګوالو ته ښه فرصتونه شته، حکومت ورته ډاډ ورکوي چې لازمې اسانتیاوې برابروي او د امنیت ډاډ هم ورکوي.
د متقي په وینا، په افغانستان کې د “اسلامي امارت” په جوړېدو ۴۳ کلن جنګ پای ته رسېدلی، جګړه ییز تلفات صفر شوي، زندانونه له سیاسي بندیانو تش شوي، دولتي ادارې په کم وخت کې بېرته د چوپړ جوګه شوي، د پخواني رژیم پنځه سوه زره مامورین د پخوا په شان خپلو دندو ته ځي او له هیچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP