ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په کندهار کې دې د پاسپورټونو وېش بېرته ژر پيل شي

خلک: په کندهار کې دې د پاسپورټونو وېش بېرته ژر پيل شي

author avatar
19 Dec 2021 - 16:15
خلک: په کندهار کې دې د پاسپورټونو وېش بېرته ژر پيل شي
author avatar
19 Dec 2021 - 16:15

کندهار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د کندهار اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې څه موده وړاندې د پاسپورټونو لپاره د فورمو ډکولو لړۍ پيل شوې وه خو تر اوسه نه دي وېشل شوي.

دوی وايي، په کابل کې هم تخنیکي ستونزه حل شوې او د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې نو په کندهار کې هم باید دا لړۍ پيل او چټکه شي.

د کندهار یوه اوسېدونکي فضل محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې په لومړي ځل په کندهار کې د پاسپورټونو د فورم ډکولو پروسه پيل شوه، درې ځلې یې قوماندانۍ ته مراجعه وکړه خو بریالی نه شو فورمه ډکه کړي.

دی وايي، د فورمو ډکولو پروسې یوازې څو ورځې دوام وکړ او له هغه وروسته بنده شوه چې تر اوسه یې بیا هیڅ معلومات نشته چې کله به پيل شي.

په کندهار کې شاوخوا پنځه اوونۍ وړاندې د فورمو ډکولو پروسه پيل شوه چې زرګونو کسانو د پاسپورټ جوړولو لپاره فورمې ډکې کړې.

د کندهار اوسېدونکی منیراحمد وايي، د پاسپورټ لپاره د فورمو ډکولو له پروسې وروسته یې نوملیکنه وکړه خو تر اوسه د پاتې پروسې د ترسره کولو لپاره قوماندانۍ ته نه دی غوښتل شوی.

هغه وایي، په دې برخه کې مسوولین باید مسلکي کسان زیات کړي څو دغه پروسه چټکه شي او د خلکو اړتیا پوره شي.

که څه هم اوس مهال د پاسپورټونو تقاضا زیاته شوې خو یو شمېر کسان چې د ناروغۍ له امله غواړي بهر ته ولاړ شي، وایي، د پاسپورټونو د نه شتون له امله پاتې دي.

د کندهار اوسېدونکی بلال وایي، پلار یې ناروغ دی او غواړي بهر ته یې ولېږدوي، خو نه شي کولای پاسپورټ ترلاسه کړي.

دی وايي، په کابل کې هم نه دی توانېدلی چې پاسپورټ ترلاسه کړي، نو تمه لري چې په کندهار کې دغه پروسه ژر پيل شي او د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه ورکړل شي.

پر همدې مهال د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې چې کومې فورمې ډکې شوې، شمېر یې شاوخوا ۱۳زره ته رسېدلى چې اوس مهال تر کار لاندې دي.

هغه وايي، د دغو فورمو پاتي کارونه او بایومیټریک ترسره کېږي او نور کسان ځکه نه شي منلای چې ډېره ګڼه ګوڼه جوړېږي.

دی وایي، په دې اړه به هم ژر خلکو ته خبر ورکړي چې د فورمو ډکولو او یا پاسپورټونو د وېش لړۍ کله پيلېږي.

تېره ورځ په کابل کې د پاسپورټ مرکزي ادارې مسوولینو وویل چې نن یک شنبې د کابل په ګډون په ځينو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلېږي.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.