Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د يوې کورنۍ د شپږو غړو د وژل کېدو په تور دوه تنه ونيول شول

جلال اباد (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، هغه دوه قاتلين يې نيولي چې څو ورځې وړاندې يې د دغه ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي وو.

د امنیه قوماندانۍ له لوري د ليندۍ په ۲۸مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ سرتېرو هغه قاتلین نیولي چی د ښېوې ولسوالۍ اړوند د شګې په کلي کې یې تېره پنجشنبه د مولوي ابراهیم په کور برید کړی وو او د نوموړي په ګډون يې د هغه د کورنۍ شپږ غړي وژلي وو.

سرچينه کاږي، نیول شوي کسان عبدالجمیل او محمد اعظیم نومیږي او په خپل جرم يې اعتراف کړی چی اوسمهال امنیه قومندانۍ کی تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د نيول شويو کسانو دوسيې به تر ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونه ته رسما وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.