ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عمران خان څرګندونې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي

د عمران خان څرګندونې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي

author avatar
20 Dec 2021 - 11:16
د عمران خان څرګندونې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي
ارشیف
author avatar
20 Dec 2021 - 11:16

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او هغه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ د افغانستان په اړه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالتونو وغوښتل چې له «عامو افغانانو او طالبانو» سره دې جلا جلا چلند ولري.

هغه وویل چې د افغانستان پخواني حکومتونه په فساد کې ښکېل وو؛ نو ځکه د افغانستان وضعیت خراب شو.

ده ادعا وکړه چې د افغانستان د وروستیو لسیزو جګړو تر ټولو زیات زیان پاکستان ته رسېدلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر ګواښ کړی چې که نړیواله ټولنه افغانستان ته بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.

عمران خان ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو ناوړه اغېزې پر عامو افغانانو کېږي؛ نو ځکه خو نړیواله ټولنه او امریکا باید له «عامو افغانانو او طالبانو» سره جلا جلا چلند وکړي او ټولو ته په یوه سترګه ونه ګوري.

هغه له امریکا او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو او زده کړو په برخه کې دې د افغانستان کلتور ته پام وکړي. ده ادعا کړې چې ګواکې په کلیوالو پښتنو سیمو کې څوک حاضر نه دي چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولېږي او د هغه په باور، دا یوه کلتوري ستونزه ده.

عمران خان ویلي چې طالبان «په بنسټیزه توګه او اکثریت» پښتانه دي؛ او د افغانستان د پښتنو سیمو بېلګې یې وړاندې کړې ویلي یې دي: «د ښارونو او کلیو کلتور یو له بل سره توپیر لري؛ د کابل کلتور د کلیوالي سیمو له کلتور څخه جلا دی او همدا راز د پېښور کلتور له هغو سیمو جلا دی چې د افغانستان سرحد ته نږدې پرتې دي.»

د عمران خان دغه څرګندونې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او دغه راز په کور دننه او بهر کې د نورو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي او دا یې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه او افغان ملت ته سپکاوی بللې دي.

حامد کرزي ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین دی.

ده د عمران خان د دې خبرې په ځواب کې چې کواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستانه پاکستان ګواښي، د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي؛ ځکه په واقعیت کې موضوع کاملاً برعکس ده او د داعش ګواښ لومړی له پاکستانه افغانستان ته متوجه دی.

کرزی د پاکستان حکومت ته توصیه کړې چې د افغانستان خلاف له تبلیغ او په کورنیو چارو کې له لاسوهنې په کلکه ډډه وکړي، په نړیوال سټېج کې دې د افغانستان په استازیتوب خبرې بندې کړي او د یوه نېک گاونډي په توګه دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو اړیکو رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي.

دغه راز په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د عمران خان یادو څرګندونو ته په ټویټر کې غبرګون ښودلی دی.

پښتین لیکلي چې له افغانانو سره دې تعصب بند شي او پاکستان دې په دروغو ولاړو بیانیو له لارې نړيوالې مالي مرستې نه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې چې «د کالوني کولو فکر» بايد له سره و ایستل شي.

همدارنګه د کابل پوهنتون استاد محمد تنها هم یادو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او په خپله فېسبوکپاڼه کې یې لیکلي: «د ايمران خان د خبرو پر وړاندې تر ټولو منطقي ځواب دا دی چې د نجونو مکتبونه پرانيستل شي او ټول پښتانه خپلې لوڼې، خويندې او ميندې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولېږي.»

ډېری نورو افغانانو هم په خواله رسنیو کې ورته غبرګونونه ښودلي او د اوسني حکومت له چارواکو او سیاستوالو یې غوښتي چې له تېر تاریخه دې درس واخلي او نور دې د افغانانو د ښېرازۍ او یووالي لپاره رښتینې هڅې وکړي.

دوی دا هم ويلي چې ټول افغانان د ښځو د زده کړو پلوي کوي او لېوال دي چې خپل لوڼې ښوونځي ته ولېږي او حقونه یې ورکړي.

دغه راز ډېری کسانو بیا پر خپلو پاڼو د افغانستان په تېرو واکمنیو کې د ښځو د فعالیتونو او زده کړو پخواني عکسونه شریک کړي او پاکستان ته په خطاب کې یې ویلي چې افغانان له پخوا مدني، با فرهنګه او علم دوست خلک دي.

Views: 947

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.