Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۱۳ کلن میرویس: غواړم نور هېڅکله جګړه نه وي

هرات (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۰): په هرات ولایت کې ۱۳ کلن میرویس چې اقتصادي ستونزو بوټ رنګولو ته اړ کړی، هیله لري چې په سوله ییزه فضا کې زده کړو ته دوام ورکړي او وکولای شي د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
میرویس په ۱۳ کلنۍ کې د اته کسیزې کورنۍ د نفقې پیداکولو دروند مسوولیت لري ځکه پلار یې ناروغ دی او کار نه شي کولای، مشر ورور یې تازه د کار لپاره ایران ته تللی دی.
میرویس هره ورځ په نازکو لاسونو، معصومو سترګو، په خاورو ککړو جامو، چاودو لاسونو او مخ د نفقې پیداکولو لپاره هرات ولایت کې د خلکو بوټ رنګوي.
هغه له دې امله چې اوس له جګړې یا چاودنې نه ډارېږي خوشحاله دی او وايي، مخکې سربېره پر دې چې مجبور و په لارو کوڅو کې د خلکو بوټ رنګ کړي ذهني ارامي هم نه لرله، ځکه اندېښنه یې درلوده چې هسې نه په کومه چاودنه یا وسله وال برید کې ټپي یا ووژل شي.
هرات ښار د روان کال د زمري په ۲۱ مه د اوسني سرپرست حکومت له خوا سقوط وکړ.
له دې مخکې هم دغه ښار کې نښتې او چاودنې رامنځته کېدې چې د نظامي کسانو سربېره په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښته، خو له هغه وروسته یاد ښار کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
کله مو چې له میرویس څخه د سولې په اړه پوښتنه وکړه ویې ویل: ((سوله یعنې کراري وي، امنیت وي، کار وي او بېوزلي نه وي.))

هغه هیله لري چې په افغانستان کې دې د تل لپاره جګړه او ناامني ختمه او سوله ټینګه شي.
یاد ماشوم وايي چې ټول افغانان باید له یو بل سره سوله وکړي څو له دې وروسته هیڅکله افغانستان کې جګړه او ناامني رامنځته نه شي.
میرویس چې له خپلې کورنۍ سره د هرات ښار چهار باغ سیمه کې په یوه خټین کور کې ژوند کوي وايي، هره ورځ د خلکو د بوټونو رنګولو له لارې ۳۰ تر ۶۰ افغانۍ پیداکوي، هیله لري چې له تاوتریخوالي تشه فضا کې د ښوونځي زده کړو ته دوام ورکړي.
هغه چې د پنځم ټولګي زده کوونکی دی وویل: ((ښوونځي ته ځم، ځکه سواد ډېره ښه دی… کله چې زده کړې وکړم کولای شم ښه راتلونکې ولرم او هېواد کې د سولې او پرمختګ لپاره کار وکړم.))
هغه زیاتوي: ((ارامي او امنیت ډېر ښه دي، دا خوښوم چې هیڅ جګړه نه وي، هر ځای ارامي وي او کار هم ډېر وي چې خلک ستونزې ونه لري.))
میرویس هرات ښار کې د جنايي جرمونو برخه کې له اوسني امنیتي وضعیت څخه هم راضي دی وايي: ((مخکې غله ډېر وو… خو اوس وضعیت ډېر ښه شوی دی.))
خو هغه د لومړنیو توکو او بوټونو د رنګ د بیو د لوړېدو له امله شکایت وکړ ویې ویل: ((توکي ګران شوي او ډېره سخته ده چې کور ته مواد واخلو.))
میرویس په داسې حال کې چې بوټ یې لاس کې و او رنګول یې، په خوږه ماشومانه ژبه له ده سره د خلکو له چلند شکایت وکړ: ((ځينې کسان خو بوټ نه راکوي چې رنګ یې کړم، موږ ته خبرې هم کوي… موږ ځوروي.))
هغه زیاته کړه: ((له حکومته غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي څو وکولای شم ډېر درس ووایم، کاروبار دې ډېر کړي چې نور مې ورور ایران ته نه ځي او دلته کار وکړي، غواړم چې امنیت وي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.