Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان راکټي بريدونو د کونړ اوسېدونکو ته مالي زيانونه اړولي

author avatar
20 Dec 2021 - 16:01
author avatar
20 Dec 2021 - 16:01

اسعداباد (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۰): د کونړ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د پاکستان له لوري پرې راکټي بريدونه کيږي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د کونړ پر دانګام، شلتن، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې پاکستاني مليشه د توپونو ډزې کوي چې ځایي اوسېدونکو ته یې ګڼ زیانونه اړولي دي .

د کونړ شلتن ولسوالۍ د چوګام اوسېدونکي محمد انور د لیندۍ په ٢٩ پژواک ته وویل چې درې ورځې وړاندې یې پر کلي د پاکستاني ځواکونو له لوري لسګونه توپچي بریدونه شوي چې د خلکو کورونه په کې ویجاړ شوي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

نوموړی وایي:((د تېرې چهارشنبې په ورځ د توپونو ډزې شوې، د توپ یوه مرمۍ زموږ پر کور ولګېده چې زه په کې په سر ټپي شوم، زموږ کور ویجاړ شو او څاروي مو هم په کې تلف شول.))

دغه راز د شلتن ولسوالۍ قومي مشر ملک سیدالرحیم وایي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې پاکستان يو ځل بیا راکټي بريدونه پيل کړي دي.

نوموړي وویل: ((د پاکستاني ځواکونو د توپونو له بریدونو نور تر پوزې راغلي یو، موږ نه پوهیږو چې پاکستان مو په کومه ګناه کورونه او کروندې ولي.))

دغه راز د کونړ ځایي چارواکي هم مني چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ خاوره په نښه کیږي .

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف پژواک ته وویل چې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې پاکستاني ځواکونو د کونړ پر بېلابېلو سیمو راکټي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې دغه مسله په پلازمېنې کابل کې له حکومتي مشرانو سره شريکه شوې او تمه شته چې له ديپلوماټيکو لارو يې مخه ونيول شي.

د يادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني ملېشه د کونړ پر بېلابېلو سيمو په وقفه يي ډول بريدونه کوي.

Views: 568

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.