کندهار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): په کندهار کې له قیمتي ډبرو د تسبیح جوړولو صنعتکاران وايي، که څه هم په دغه ولایت کې دا کسب او صنعت لا هم ژوندی دی خو په دې وروستیو کې یې پېر او پلور کم شوی دی.
دوی وایي، په افغانستان کې وروستیو بدلونونو او په نړۍ کې د کرونا وبا له امله لګول شوو بندیزونو دغه صنعت اغېزمن کړی او د تېر په پرتله یې کاروبار کمرنګه شوی دی.
په دغه ولايت کې د تسبېح جوړولو دغه لاسي صنعت اوږده مخينه لري چې له شامقصود، لاجورد او نورو قیمتي ډبرو جوړېدونکې تسبېح نه يوازې په کور دننه، بلکې له هېواده بهر هم ځانګړى شهرت لري.
په کندهار ښار کې شاوخوا ۲۰ داسې کارځايونه شته چې لسګونه وګړي په کې له بېلابېلو قیمتي ډبرو د تسبېح جوړولو په کار بوخت دي.
اختر محمد ناصري یو له هغو کسانو دی چې په کندهار ښار کې د تسبېح جوړولو کار ځای لري او له کلونو راهیسې په دغه کار بوخت دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تسبېح جوړولو لپاره ډبرې د کندهار تر څنګ له کابل او نورو ولایتونو راوړل کېږي چې په دې لړ کې د شامقصود ډبره لوړه بیه لري.
دى وايي، دغه ډبرې د خاکرېز ولسوالۍ له غرونو راوړل کېږي، چې د شامقصود په ډبرو شهرت لري.
د نوموړي په وينا، دغه قيمتي ډبره د سيمې د اوسېدونکو له خوا په ډېر زحمت موندل کېږي او بيا کندهار ښار ته راوړل کېږي چې هغوى یې ورڅخه اخلي او تسبېح ورڅخه جوړوي.
هغه زياته کړه، شامقصودي ډبرې بېلابېل رنګونه لري، چې ژيړ، زرغون او سور يې مشهور دي، خو ابي رنګ يې بېخي نايابه دى او په ندرت موندل کېږي.
دى وايي، پخوا چې برېښنايي وسايل نه وو، د تسبېح جوړولو کار ډېر سخت و، خو اوس چې څه نا څه برېښنايي وسايل شته، د تسبېح جوړول نسبتاً اسانه شوي دي.
هغه زياته کړه، له ډبرې څخه د تسبېح جوړول ۶ پړاونه لري، چې لومړى يې د ډبرو ټوټه کول، دويم يې د تسبېح د دانو په اندازه جوړول، درېيم يې سوري ورکول، څلورم يې پرېولل، پنځم يې توږل او صافول او شپږم يې په تار پېودل دي.
د ده په خبره، د تسبېح د صافولو او سوري ورکولو چارې د هغو ابزارو او ماشينونو په وسيله تر سره کوي، چې د هغوى له خوا همدلته په خراديو کې جوړ شوي دي.
دى وايي، د تسبېح جوړول ډېر ظرافت او خواري غواړي، پخوا چې وسايل نه وو او د تسبېح جوړولو ټول کارونه په لاس تر سره کېدل، نو يو جوړ تسبېح يې په يوه اوونۍ يا لسو ورځو کې جوړولې خو اوس په ورځ کې درې جوړه جوړولاى شي.
د ده په خبره، د دوی په لاس په جوړې شوې تسبېح پاکستان، ايران، ترکيې، مصر، سوريې او ځينو نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي او هلته ښه شهرت او لوړه بيه لري.
د تسبېح د بیو په اړه هغه وویل چې له شامقصود ډبرې څخه جوړې شوې تسبېح له ١٠٠٠ افغانۍ څخه تر سل او يو سل او پنځوس زره افغانيو پورې بيه لري چې د ډبرې په بڼې او رنګ پورې اړه لري.
خو ده شکایت وکړ چې په افغانستان کې وروستیو بدلونونو او په نړۍ کې د کرونا د بندیزونو له امله دغه صنعت اغېزمن شوی او د تېر په پرتله یې کاروبار کمرنګه شوی دی.
یو بل تسبېح جوړوونکی محمد نادر وايي، تسبېح د دیني ارزښت تر څنګ کلتوري ارزښت هم لري ځکه له څو پېړیو راهیسې دا تسبېح جوړېږي او ډېر خلک یې مینه وال دي.
هغه پژواک ته وویل، له تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو راهیسې د تسبېح جوړولو کار کوي او دا کسب له پلاره ور پاتې دی.
دی زیاتوي، وروستیو بدلونونو خلک له اقتصادي پلوه سخت ځپلي دي او اوس دغه تسبېح نه اخلي، په داسې حال کې چې پخوا به خلکو ډېرې اخیستې او هم به یې نورو ته د ډالۍ په توګه ورکولې.
هغه وايي، له قیمتي ډبرو جوړې تسبېح تر ډېره د افغانانو له خوا ایران ته وړل کېږي او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته وړل کېږي او کېدای شي هغوی یې په نورو عربي هېوادونو کې په لوړه بیه پلوري.
خو د ده په خبره، په دې وروستیو کې دا چاره هم له خنډ سره مخ شوې ده.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى عبدالواسع هڅيال له کلونو راهيسې د شامقصودي تسبېحو مينه وال دى او تل قېمتي تسبېح اړوي.
د نوموړي په وينا، له شاه مقصود ډبرې څخه د جوړو شوو تسبېحو په اړه په خلکو کې دا خبره ډېره مشهوره ده چې انسان ته سکون ورکوي او زړه يې ورسره خوشحاله کېږي.
هغه دغه راز وويل چې د شامقصودي تسبیحو يوه بله ځانګړتيا دا ده چې څومره يې په لاس کې اړوې، په هماغه اندازه نورې هم صافېږي او رنګ يې روښانه کېږي چې په دې توګه يې بيه نوره هم لوړېږي.
دی هم وايي، په تېرو شلو کلونو کې په دې ولايت کې د تسبېح جوړولو دغه لاسي صنعت ډېره وده کړه او ډېر مينه وال یې وموندل خو اوس چې اقتصادي وضعیت خراب شوی ډېری خلک یې د اخیستلو توان نه لري.
د یادونې ده چې د تسبېح جوړولو دغه هنر د کندهار د لاسي صنعت مهمه برخه جوړوي او تر لسګونو کلونو قدامت لري.