لښکرګاه (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملکه ثریا روغتون کار کوونکو ته له ۱۴ میاشتې ځنډ وروسته د معاش ورکولو لړۍ پيل شوه.
دغه ۵۰ بستریز روغتون د مور او ماشوم برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د روغتون آمر ډاکټر محمد ولي همت پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې د دغه روغتون یوه کار کوونکي هم معاش نه دی اخیستی.
هغه زیاته کړه، د طالبانو له راتګ وروسته په دې وروستیو کې یوازې د یوې میاشتې معاش ورکړل شوی خو ژمنه ورسره شوې چې د څلورو نورو میاشتو معاش به را روانه اوونۍ ورکړل شي.
د ده په خبره، د روغتون ډاکټرانو، روغتیاپالانو او نورو کارکوونکو سره له دې چې میاشتې میاشتې یې معاش نه درلود، خو بیا هم روغتون ته راتلل او خلکو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کول.
د ملکه ثریا روغتون یوه کارکوونکي محمد جان د معاش په اخیستلو خوښي وښودله او غوښتنه یې وکړه چې له دې وروسته دې د دوی حقوق له ځنډ پرته په منظمه توګه ورکړل شي.
هغه وویل، ډېره سخته ده چې د کورنۍ سرپرستي دې په غاړه وي، هره ورځ دندې ته ځې خو معاش دې نه وي.
د دغه روغتون ښځینه کارکوونکې اسما هم وايي چې په داسې حال کې یې په دغه روغتون کې خپلې دندې ته دوام ورکړی چې تر یوه کال ډېره موده یې معاش نه دی ورکړل شوی.
دا خوشحاله ده چې سمدستي یې د یوې میاشتې معاش تر لاسه کړی، خو له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه د پاتې نورو میاشتو د معاش غوښتنه کوي.
په لښکرګاه کې د ملکه ثریا ۵۰ بستریز روغتون کارکوونکو ته په داسې حال کې د یوې میاشتې معاش ورکول کېږي چې د تېر حکومت پر مهال د ۸ میاشتو معاش نه و ورکړل شوی.
دغه روغتون درې کاله مخکې په فعالیت پیل کړی چې هره ورځ په کې د لسګونو ماشومانو او مېندو درملنه کېږي.