ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېځایه شوي: سوله هغه وخت پایښت مومي چې اقتصادي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړل شي

بېځایه شوي: سوله هغه وخت پایښت مومي چې اقتصادي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړل شي

author avatar
21 Dec 2021 - 14:05
بېځایه شوي: سوله هغه وخت پایښت مومي چې اقتصادي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړل شي
author avatar
21 Dec 2021 - 14:05

هرات (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د تېرو جګړو له امله داخلي بېځایه شوي چې په بد وضعیت کې ژوند کوي، په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعا کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کولو ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده، په هېواد کې د جګړو او ناامنیو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې او امنو سیمو ته یې پناه وړې ده چې ډېری یې د ژوند له لومړیو اسانتیاوو بې برخې دي.

د هرات شیدايي ولسوالي هم د لسګونو هغو کورنیو کوربنه ده چې د ناامنیو او جګړو په پایله کې له بادغیس، فراه او غور څخه دغې ولسوالۍ ته راغلي او اوس مهال تر خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي.

۶۰ کلن ملک لعل محمد چې د تېر کال د وروستیو پنځو میاشتو جګړو او ناامنیو له امله یې د هرات شیدايي ولسوالۍ ته پناه راوړې، اوس له خپلې ۸ کسیزې کورنۍ سره په ډېرو کمو امکاناتو په یوه خېمه کې ژوند کوي.

هغه وايي: ((کافي اوبه او خواړه نه لرو، د څښاک اوبه د سیمې له یوه جومات څخه راوړو او د خوړو مرسته سوداګر او خیریه ټولنې راسره کوي خو وېرېږو چې ماشومان مو د سړې هوا له امله ناروغان نه شي.))

نوموړی زیاتوي: ((جګړه وه چې موږ یې تر دې ځایه را ورسولو خو شکر چې اوس په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، د چاودنو او ځانمرګو بریدونو خبرونه نشته، که حکومت خپلو سیمو ته زموږ په ستنولو کې مرسته وکړي نو ډېر به ښه شي، ځکه موږ د لارې کرایه نه لرو.))

هغه په داسې حال کې چې لاسونه یې د دعا په دود پورته ونیول، په هېواد کې د تلپاتې سولې او ابادۍ دعا وکړه، له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اقتصادي ودې پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، ځکه د هغه په باور هغه مهال په افغانستان کې سوله ټینګېږي او تر څنګ یې کورنی او ټولنیز تاوتریخوالی کمېږي چې د ټولو اقتصاد ښه وي.

د ملکې په نوم یوه بله بې ځایه شوې مېرمن چې له خپل معلول خاوند او دریو سر او نیم سر اولادونو سره دلته ژوند کوي، وايي: ((یو کال مخکې چې خاوند مې خپله پښه له لاسه ورکړه او زموږ په سیمه کې جګړه وه نو اړ شوو دلته راغلو، خو دا چې دلته لنده بل ډېر دی زما د خاوند بله پښه په درد شوې او پر لاره نه شي تللای.))

دا مېرمن جګړه د ځان او کورنۍ د بدمرغۍ اصل لامل ګڼي ځکه خاوند یې د ماین په یوه چاودنه کې پښه له لاسه ورکړې ده. هغه وویل: ((که خاوند مې خپله پښه له لاسه نه وای ورکړې، اوس به به خپله سیمه کې وای، خاوند به مې کار کولای او خوشحاله ژوند به مې لرلای.))

دا وايي: ((له خلکو مې غوښتنه دا ده چې هیڅکله دې د جګړې پلوي نه کوي، د سولې په اړه دې فکر وکړي او د هېواد د پرمختګ لپاره دې کار وکړي.))

ملکه او ګڼ شمېر نور بې ځایه شوي له حکومت څخه غواړي چې د دوی د ستنولو لپاره اقدام وکړي، ځکه دوی یو هم خپلو سیمو ته د تګ کرایه نه لري.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.