ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په اومنې او چهار باران ولسوالیو کې د حکومتولۍ چارو لپاره ودانۍ جوړې شوې

د پکتیکا په اومنې او چهار باران ولسوالیو کې د حکومتولۍ چارو لپاره ودانۍ جوړې شوې

author avatar
21 Dec 2021 - 12:18
د پکتیکا په اومنې او چهار باران ولسوالیو کې د حکومتولۍ چارو لپاره ودانۍ جوړې شوې
author avatar
21 Dec 2021 - 12:18

ښرنه (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د پکتیکا په اومنې او چهارباران ولسوالیو کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د حکومتولۍ چارو لپاره ودانۍ جوړې او پرانیستل شوې.

تر دې مخکې د یادو شوو ولسوالیو اړوند د حکومتولۍ چارې په مرکز ښرنه کې تر سره کېدلې.

د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلامي امارت له راتلو سره د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په دوه لرې ولسوالیو کې د حکومتولۍ چارو لپاره ودانۍ جوړې او همدا نن ګټې اخستنې ته وړاندې شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو ودانیو پر جوړولو ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په پاخه او اساسي ډول له ټولو ملحقاتو سره د یوې میاشتې په موده کې جوړې شوې دي.

دی وايي، د دغو ودانیو له جوړېدو سره به د اړوندو ولسوالیو اوسېدونکي په حکومت پورې تړلي ټول کارونه په خپلو ولسوالیو کې خلاصوي.

د اومنې او چهار باران ولسوالانو مولوي عباس او مولوي سبیل هدایت له مرکزي حکومت څخه مننه کوي چې په لنډه موده کې یې په دغو ولسوالیو کې د حکومتولي چارو لپاره ودانۍ جوړې کړې.

هغوی پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا د دغو ولسوالیو خلک اړ وو د حکومت اړوند چارو تر سره کولو لپاره مرکز ښرنې ته لاړ شي خو نور به یې کارونه په خپلو ولسوالیو کې کېږي.

دوی ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به کار کوي او ښه حکومتولي به پياوړې کوي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي هم خوشحاله دي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره دغلته ودانۍ جوړېږي.

د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفار پژواک ته وویل، پخوا خلک اړ وو د خپلو ډېرو عادي کارونو لپاره پر ځانونو کړاو ومني او ښرنې ته لاړ شي خو نور به دا ستونزه حل شي.

نوموړی د دواړو ولسوالیو لپاره په نوو جوړو شوو ودانیو کې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د فعاله کولو غوښتنه کوي او وايي د خلکو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.

د یادونې ده چې د امارت له راتلو سره چهاران باران ولسوالي رسمي شوې چې مخکې د پکتیکا له نارسمي ولسوالیو شمېرل کېدله.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.