ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه یو معلول ځوان: د جګړو پای ته خوښ یم، خو کاش چې زه اوس روغ وای

د فراه یو معلول ځوان: د جګړو پای ته خوښ یم، خو کاش چې زه اوس روغ وای

author avatar
22 Dec 2021 - 11:33
د فراه یو معلول ځوان: د جګړو پای ته خوښ یم، خو کاش چې زه اوس روغ وای
author avatar
22 Dec 2021 - 11:33

فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د فراه یو اوسېدونکی رحیم‌الله چې په یوه چاودنه کې یې د بدن دوه غړي له لاسه ورکړي، په هېواد کې د جګړو درېدو ته خوښ دی او له هېوادوالو غواړي چې د پایدارې سولې لپاره هڅې وکړي.

جګړه له ځان سره ویجاړۍ، تاوتریخوالي، دردونه، ژړاګانې او وېرونه راوړي او روحي ارامتیا له منځه وړي.

افغانستان هم تېرو څلورو لسیزو جګړو سخت ځپلی، لکونه افغانان یې د مرګ کندې ته ټېل وهلي او په میلیونونو یې د خپل کور او ټاټوبي پرېښودو ته اړ کړي دي.

رحیم الله هم یو له هغو کسانو دی چې په یوه چاودنه کې یې یو لاس او یوه پښه له لاسه ورکړي، ژوند یې نیمګړی شوی او اوس په یوه خټینه خونه کې خپل ژوند د یوه زاړه ټیپ تر څنګ له غمجنو او دردناکو ټپو سره تېروي.

د فراه ښار اړوند د قلعه زمان کلي اوسېدونکی دغه ۲۵ کلن ځوان چې په یاده یخه خونه کې یې دوه څادر تر ځان پېچلي او مصنوعي پلاستیکي پښه یې مخ ته ایښې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، درې کاله مخکې له خپل کلي بل کلي ته پلی روان و چې پر ماین وربرابر شو او له یوه درز سره یې ځواني نیمګړې شوې، یوه پښه او یو لاس یې له لاسه ورکړل.

هغه د خپل ژوند د دغې ویرجنې کیسې په اړه زیاتوي : «نږدې خلکو رامنډه کړه، زه یې د پېښې له سیمې څخه روغتون ته یووړم، زما خپلوان او ملګري خبر شوي وو، په ما پسې روغتون ته راغلل، زه په هوښ کې وم، له دوی سره مې خبرې او ستړې مه شي کولې، ډاکټرانو وکتلم، ځینو به ویل، چې دا لیونی کېږي، ځینو به بیا بل څه ویل، ځینو به ویل، چې د ده درملنه ناممکنه ده او …»

رحیم الله د خپل ژوند د دغو سختو شېبو په یادولو سره، شېبه چوپ پاتې شو، ستونی یې غرېو نیولی و او بیا یې وویل چې وروسته پاکستان ته ولاړ تر څو هلته خپله درملنه وکړي، خو هلته یې ډاکټرانو یوه پښه او یو لاس پرې کړل.

دی چې خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو مسوولیت پر غاړه لري او دا مهال دوکانداري کوي، بیا، بیا یې ویل چې جګړوځپلي هېواد کې یې د جګړې پای ته ډېر خوښ دی، تر څو د نورو افغانانو ژوند د ده په څېر نیمګړی نه شي.

رحیم الله وویل چې سوله د ټولو انسانانو په ګټه ده، که چېرته سوله وي، د ټولو وګړو حق ورته رسول کېږي او دی ډېر خوښ دی چې هېواد کې سوله ټینګه شوې ده.

خو ده په ژړغوني غږ زیاته کړه:«کاش چې زه اوس روغ وای.»

نوموړی وایي، سوله د هغه ښکلي کور په څېر ده چې ښکلاوې، ګلونه او پاکه هوا یې د کورنۍ غړو ته خوښي ورکوي.

دی زیاتوي چې افغانستان هم د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانان یوازې په سوله کې خوښي او پرمختګ کولای شي؛ نو ځکه خو باید ټول د داسې افغانستان لپاره هڅې وکړي چې جګړې او تاوتریخوالي په کې نه وي.

رحیم الله وایي، په سوله کې خلکو ته د ښه ژوند لارې چارې برابریږي، خو جګړې او تاوتریخوالي ستونزې زېږوي او ژوند له ناخوالو سره مخ کوي.

دغه ځوان زیاتوي: «په جنګ کې یوازې د مافیا خلک کار کولای شي، زموږ غوندې خلک بس یوازې درد او تاوان ویني… په جنګ باندې هېواد نه ودانېږي، موږ ته له پلرونو، بیا تر اوسه چې په خپله یې وینو یوازې جنګ او د جنګ ناوړه کیسې را پاتې دي بل څه نشته.»

رحیم الله وویل چې تل غمجنې سندرې اوري؛ او دا ځکه چې د ده خوښۍ بدمرغې جګړې ترې اخیستې دي.

هغه له خپلو هېوادوالو غواړي چې له وروستي سیاسي تحول څخه چې د جګړې د پای لامل شو ګټه پورته کړي، یو بل دې وزغمي، له زړونو دې کرکه وباسي، له یو بل سره دې مینه وکړي او د یو بل ملاتړي دې شي، تر څو د تل لپاره په هېواد کې د جګړو مخه ونیول شي او د نورو افغانانو ژوند د ده په څېر نیمګړی نه شي.

Views: 176

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.