کندوز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د زورواکو له خوا د کندوز د کرنې ریاست د لسګونو میلیونو افغانیو عوایدو د حیف او میل کېدو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د یادې ادارې کارکوونکي لاس په کار شوي چې له امله یې عواید ډېر شوي دي.
پژواک خبري اژانس د لېندۍ په څلورمه یو تحقیقي راپور خپور کړی و چې ښیي د کندوز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د روان کال د وروستۍ ربعې عواید څه باندې ۳۶ میلیونه افغانۍ شوي دي.
دغه راپور ښیي چې د یادې ادارې د تېر کال د همدې مودې عواید ۳۳ میلیونه ۶۲ زره او ۹۲ افغانۍ توپیر لري.
د کندوز سیمه ییز چارواکي وایي چې د یاد راپور له خپرېدو وروسته د دولتي ادارو کارکوونکي لاس په کار شوي او د دې ادارې عواید زیات شوي دي.
د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن وایي چې د پژواک د تحقیقي راپور له خپرېدو وروسته چې د یادې ادارې د عوایدو د حیف او میل کېدو په اړه و، کارکوونکو یې اوس په دې برخه کې هڅې پیل کړې او عواید څو برابره زیات شوي دي.
هغه وویل چې د حکومتولۍ په برخه کې د داسې راپورونو خپرول ښه دي او د حکومتي کارکوونکو د مسوولیت احساس را ژوندی کوي.
حسن زیاته کړه: «د پژواک له خبري اژانس نه مننه کوو چې د یادې ادارې د عوایدو په اړه یې مقایسوي او تحقیقي راپور چمتو او خپور کړی دی.»
هغه زیاته کړه، هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د حکومت عواید حیف او میل کړي او د داسې کړنو د اثبات په صورت کې به له عاملینو سره د شریعت او قانون مطابق حساب وشي.
دغه راز د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله روحاني هم د پژواک د دغه تحقیقي راپور خپرېدو له امله مننه وکړه.
هغه وویل: «د یاد راپور خپرول بر حقیقت بنا دی، موږ يې ملاتړ کوو او ازادو رسنیو همېشه کوښښ کړی چې د خلکو غږ منعکس کړي.»
د کندوز د کرنې پخواني رییس عبدالهادي قرلق پژواک ته وویل: «د نوې ادارې له خوا په راټول شوو عوایدو کې د ټولو ملکیتونو عشر هم شامل دی، په داسې حال کې چې مخکې دغه سرچینې زموږ په لاس کې نه وې، نو پر دې اساس د دوی عواید زیات شوي دي.»
خو د کندوز د کرنې اوسنی رییس مولوي امان الله حسن وایي چې په راټول شوو عوایدو کې د عشر پیسې نه دي شاملې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP