ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د تېر حکومت عسکرو د څارلو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

چارواکي: د تېر حکومت عسکرو د څارلو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

author avatar
22 Dec 2021 - 13:58
چارواکي: د تېر حکومت عسکرو د څارلو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی
author avatar
22 Dec 2021 - 13:58

کابل (پژواک، د مرغومې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): حکومتي سرچینې وایي، هغه مکتوب چې د استخباراتو ریاست ته منسوب شوی او د تېر حکومت د کسانو د وژلو او څارلو په تړاو څرګندونې په کې شوي، جعلي دی او د پروپاګنډو په موخه خپور شوی دی.

ادعا:

په ټولنیزو رسنیو کې د استخباراتو لوی ریاست ته منسوب یو مکتوب لاس په لاس کیږي.

په مکتوب کې چې املایي ستونزې هم لري، راغلي: «په کابل ښار کې د ااا مېښتو ټولو مجاهدینو ته! له څنګه چې تاسو ته معلومه ده، په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د کابل د پخواني اجیرانو او د امریکا د حکومت د ملګرو د وژلو ځینې شواهد د بشر د حقونو په نوم د کفارو د جاسوسۍ ادارو سره د تړلو اشخاصو له خوا رسنیو ته وړاندې شوي دي. په راپور کې راغلي دا کار ددې لامل شو چې نړۍ په ځانګړې ټوګه امریکا محده ایالاتونه په افغانستان اقتصادي بندیزونه و لګوي..»

د یاد متن په پاتې برخه کې راغلي: «د پورتني ملاحظاتو کې هدایت ورکول کیږي چې د پورتنیو اشخاصو له وژلو او دویمې درجې ته د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پيژندلو او د امریکا د حکومت او نړۍ له خوا د هغوی له وژلو ډډه وشي، د یادولو وړ ده چې د مشرتابه له لورې تر راتلونکې بشپړې موافقې پورې مجاهدین کولی شي یوازې د پخوانیو عسکرو شمېر او له کفري دولتونو سره تړلي کسان په نښه او وڅاري او په پای کې هڅه وکړي چې د موضوع په اړه په صحنه کې کوم شواهد پیدا کړي له مجاهدینو څخه به پاتې نه شي.  په پورتنۍ ګڼه کې لیکل شوي، چې د دې موضوع اصل او مسوولیت په ټول اړوندو اداراتو ته پر غاړه دی د پورتنیو څانګو د مسوولینو د هر ډول عفلت او سرغړونې په صورت کې دوی مسول دي.»

حقیقت موندنه:

د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد مکتوب «کاملاً جعلي او پروګاند دی» او دوی یې ردوي.

هغه زیاته کړه: « اسلامي امارت داسې څه نه خپروي او نه هم په پالیسې کې داسې څه شته او دا کاملا جعلی دی.»

دغه راز د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام هم په یوه خپاره شوي وېډیویي کلیپ کې ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت له عفوې وروسته، د تېرې ادارې هیڅ کارمند په تېرو کړنو نه نیول شوی او نه هم وژل شوی، دا چې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو مغرضو کسانو له خوا ځینې وختونه د پخوانیو امنیتي کسانو د وژلو راپورنه خپریږي، هغوی ټول په خپلو شخصي دښمنیو کې وژل شوي، چې عاملین یې هم د مجاهدینو له لوري نیول شوي دي.»

خو هغه زیاتوي، که چېرته د تېرې ادارې کوم کارکوونکي د نظام د تخریبولو هڅه وکړه، نو د امنیتي ځواکونو له خوا به ونیول شي.

د روان کال د لیندۍ په شلمه د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي و چې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند سیمه کې د شخصي شخړې له امله د سمونیار عبدالغفار هوتک په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

خوستی ویلي و: «له هېواده تښتېدلي جاسوسان پروپاګنډ کوي او هرې شخصي دښمنۍ او وژنې ته سياسي رنګ ورکوي چې باید هېوادوال د دې ملي خاینانو پر درواغو دوکه نه شي.»

پایله: حکومتي سرچینې وایي، هغه مکتوب چې د استخباراتو ریاست ته منسوب شوی او د تېر حکومت د کسانو د وژلو په تړاو څرګندونې په کې شوي، جعلي دی او د پروپاګنډو په موخه خپور شوی دی.

حکم: د تېر حکومت عسکرو د څارلو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی.

Views: 6034

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.