کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): ملګرو ملتونو د افغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې د دغه سازمان د اړوندو دفترونو او کارکوونکو ساتنې په موخه د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د تنخواوو او خوراکي توکو لپاره نږدې شپږ میلیونه ډالر ورکوي.
دغه خبر رويټرز خبري اژانس نن سهار وختي د ملګرو ملتونو یوه سند له مخې خپور کړی دی.
سرچینې لیکلي، د یاد سازمان سند پر بنسټ، له وړاندیز شوو پیسو به د کورنیو چارو وزارت هغو ځواکونو ته تنخواوې او خوراکي مواد ورکول کېږي چې د ملګرو ملتونو له ودانیو او کارکوونکو ساتنه کوي.
رويټرز د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق له قوله لیکلي چې ملګري ملتونه دنده لري څو په ناامنو سیمو کې د خپلو کارکوونکو ملاتړ وکړي او اړتیاوې یې هم بشپړې کړي.
پژواک دغه خبر د حکومت له ویاندویانو سره شریک کړ خو تر اوسه یې څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې نوی حکومت جوړ شوی او د اوسني حکومت د کورنیو چارو سرپرست په ګډون ځیني نور مخکښ غړي د ملګرو ملتونو او امریکا تر بندیزونو لاندې دي.
د یادونې ده، د حکومت له جوړېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو د دغه هېواد شاوخوا لس میلیارد امریکايي ډالره پانګه کنګل کړې او ځیني نور محدودیتونه یې هم پرې لګولي چې له امله یې افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی.
خو وړمه اوونۍ افغانستان بانک خبر ورکړ چې د راتلونکي میلادي کال د مارچ تر وروستۍ نېټې پورې ملګري ملتونه افغانستان ته هره اوونۍ شاوخوا شل میلیونه ډالر مرسته هم کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP