ترینکوټ (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان امنیه قوماندان د دغه ولایت له خبریالانو او رسنیو له استازو سره د همغږۍ په یوې ناستې کې ژمنه وکړه چې دغه ارګان او ټول امنیتي مسوولین له رسنیو او ځايي خبریالانو سره همکارۍ ته ژمن دي.
دغه غونده د امنیې قوماندانۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د امنیه قوماندان حاجي بشیر تر څنګ نورو امنیتي مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې خبریالانو له امنیتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې له خبریالانو سره ښه چلند وکړي او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په اروزګان کې د تړون خصوصي راډیو مسوول احمد شاه جواد وویل، چارواکو تر دې مهاله د معلوماتو په شریکولو کې همکاري کړې ده خو دا کا في نه ده هغوی باید لا ډېره همکاري وکړي څو معلوماتو ته لاسرسی د خبریالانو او خلکو حق دی.
دغه راز ده یادونه وکړه چې سیمه ییزې رسنۍ، په ځانګړې توګه راډیوګانې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، امنیه قومانداني دې د اعلانونو په ورکولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
ده اندېښنه وښودله که له رسنیو سره له مالي پلوه همکاري و نه شي نو خپرونې به یې بندې شي.
د احسان الله ولسمل په نوم ځايي خبریال بیا له امنیتي چارواکو او منسوبینو غوښتنه وکړه چې له خبریالانو سره ښه چلند وکړي او هغوی ته د ډاډمن کار شرایط برابر کړي.
نوموړي او ګڼو نورو خبریالانو ډاډ ورکړ چې د ژورنالیزم له اصولو سره سم خپلې دندې مخ ته وړي که له کومې ستونزې سره مخ کېدل نو له اړوندو چارواکو سره به یې د حل په موخه شریکوي.
د اروزګان امنیه قوماندان حاجي بشیر وویل چې له خبریالانو او رسنیو سره هراړخیزه همکاري کوي او د همدې موخې لپاره به وخت په وخت د همغږۍ دغسې غونډې جوړوي.
خو نوموړي له خبریالانو وغوښتل چې د ژورنالیزم له اصولو سره سم خپلې چارې منظمې کړي، د چارواکو او ولس تر منځ د پل په حیث دې د هغوی ستونزې تر چارواکو ورسوي.
دغه راز ده ټینګار وکړ چې خبریالان دې حقایق خپاره کړي او هغه خبرونه دې نه خپروي چې د اسلامي امارت په زیان وي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې امنیتي چارواکي به پر وخت له خبریالانو سره معلومات شریکوي او په کاري ساحه کې به اسانتیاوې ورته برابروي.
له هغه وروسته چې طالبانو هېواد ولکه کړی، له مالي او نورو ستونزو له امله په لسګونو رسنۍ تړل شوې او په سلګونو خبریالان بې کاره شوي دي.
خبریالانو او د رسنیو مسوولینو په وار وار له چارواکو د خوندیتوب، اطلاعاتو ته د لاسرسي او په مالي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.