Language

کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د یوه برید مخنیوی شوی

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست مخې ته د برید مخه نیول شوې ده.

د یاد وزارت مرستیال ویاند انجینر عزام وایي: «نن غرمه مهال یو بریدګر چې غوښتل يې پاسپورټ ریاست  ته ننوځي، د پاسپورټ ریاست د نظامي پرسونل له لوري په نښه شوی او وژل شوی دی.»

دی وایي چې په یاد برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې مخکې د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان وکړ چې د هرې پنجشنبې په ورځ حکومتي کسانو او کورنیو ته یې پاسپورټونه وېشل کېږي.

Related Topics