ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۴ میاشتو کې په غزني کې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ عشر راټول شوی

په تېرو ۴ میاشتو کې په غزني کې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ عشر راټول شوی

author avatar
23 Dec 2021 - 17:37
په تېرو ۴ میاشتو کې په غزني کې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ عشر راټول شوی
author avatar
23 Dec 2021 - 17:37

غزني (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د غزني د کرنې ریاست چارواکي وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې يې په غزني کې له کروندګرو او باغ لرونکو ۳۰،۵ میلیونه افغانۍ عُشر راټول کړی دی.

عشر د زکات په څېر دیني بنسټ لري چې له مخې یې خلک د خپلو کرنیزو حاصلاتو ۱۰مه برخه حکومت ته ورکوي.

د غزني د کرنې ریاست مرستیال مولوي فایض غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، له غزني ښار او ولسوالیو یې ۳۰،۵ میلیونه افغانۍ عُشر راټول کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((عشر او زکات ورکول فرض دي، د امیرالمومنین د فرمان له مخې باید په ټول هېواد کې عُشر راټول شي، موږ د همدغه فرمان له مخې په غزني کې عُشر را غونډ کړی دی.))

دی وايي، له هغو ځمکو چې د باران، چینو یا طبیعي ویالو او سیندونو په وسیله اوبېږي، ۱۰مه برخه عُشر اخیستل کېږي او له هغو ځمکو چې د ماشینونو او لمریزو هېندارو په وسیله په شخصي لګښت اوبېږي، ۲۰مه برخه عُشر اخیستل کېږي.

خو ده یادونه وکړه چې د امیرالمومنین د فرمان له مخې، دوی له هغو ځمکو چې له طبیعي لارو اوبېږي، د لسمې برخې پر ځای شلمه برخه او له هغو ځمکو چې په شخصي لګښت اوبېږي، د شلمې برخې پر ځای څلوېښتمه برخه اخلي، یعنې نیمايي هغه یې خلکو ته پرېښودل کېږي، څو ملا امامانو ته یې ورکړي.

د ده په خبره، هغه پیسې چې حکومت یې د عُشر په نوم ټولوي، نیمايي برخه یې بیت المال ته ځي او نیمايي برخه یې علماوو او چارواکو ته ورکول کېږي څو د بېوزلو وګړو لاسنیوی ورباندې وکړي.

غزنوي وویل، د عُشر ټولولو دا لړۍ به روانه وي او هره میاشت به یې د مرکز په ګډون له ټولو ولسوالیو راټولوي.

نوموړي د دې ترڅنګ خبر ورکړ چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د اجارې له درکه هم له خلکو څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ راټول کړې دي.

هغه زیاته کړه، دغه پیسې یې د کرنې ریاست اړوند له هغو ځمکو او مارکېټونو راټولې کړې چې په تېر حکومت کې شخصي جېبونو ته تللې.

ده وویل: ((موږ په تېرو څلورو میاشتو کې په غزني ښار او ولسوالیو کې د کرنې ریاست اړوند جایدادونو د اجارې ۴ میلیونه، ۴۵۲ زره افغانۍ راټولې کړې دي، پخوا دا پیسې دولت ته نه سپارل کېدلې، شخصي جېبونو ته تللې، بل دا چې یو شمېر ځایونه په ډېره ارزانه بیه په اجاره ورکړل شوي وو.))

نوموړي خبرداری ورکړ چې اوس به ټول عواید په شفاف ډول راټولېږي او د دولت خزانې ته به سپارل کېږي، په دې برخه کې له هیچا سره مراعات نه کېږي.

غزنوي زیاتوي: ((دولت په ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې لري نه تجارتي. دغه ځمکې په درې ډوله دي؛ اعلی، اوسط او ادنا. د اعلی ځمکې پر یو جریب ۴ منه، د اوسط ځمکې پر یو جریب ۳ منه او د ادنا ځمکې پر یو جریب ۲ منه غنم د اجارې په توګه اخیستل کېږي.))

د ده په خبره، دا پیسې بیت المال ته سپارل کېږي او بیا امیرالمومنین پرېکړه کوي چې په دې پیسو څه کوي.

د غزني اوسېدونکي وايي، طالبانو واک ته له رسېدو مخکې هم د عُشر په نوم پیسې ټولولې خو دا پیسې باید د دغه ولایت په بیارغونه ولګول شي څو هم خلکو ته کار و موندل شي او هم د دولت عواید لا ډېر شي.

د دهیک ولسوالۍ یوه کروندګر روح الله پژواک خبري اژانس ته وویل: ((طالبان له کلونو راهیسې له خلکو د عُشر په نوم پیسې ټولوي، که څه هم ډېری یې د ورکولو توان نه لري خو اړ دي چې ور یې کړي.))

خو دی وايي، خلک حق لري چې پوه شي دا پیسې چېرې لګول کېږي؟

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د عُشر په نوم ټولېدونکې پیسې دې د دغه ولایت په بیارغونه ولګول شي.

د غزني ښار اوسېدونکي احمد خالد هم پژواک ته وویل چې د عُشر په نوم ټولېدونکې پیسې باید داسې ولګول شي چې خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

دی وايي، طالبانو په تېرو کلونو کې هم له خلکو د عُشر په نوم پیسې ټولولې خو نه پوهېدل چې دا پیسې یې چېرې لګولې؟

نوموړي وویل: ((په تېرو کلونو کې طالبانو له هغو خلکو چې خپلې ځمکې یې د لمریزې برېښنا په وسیله اوبولې له ۲ تر ۳ زره کلدارو اخیستلې خو له هغو چې دا اسانتیا یې نه لرله، له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کلدارې اخیستلې.))

دی زیاتوي، اوس چې طالبان واک ته رسېدلي، باید ولس ته حساب ورکړي چې له دوی څخه د عُشر او زکات په نوم اخیستل کېدونکې پیسې چېرې لګول کېږي؟

دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د عُشر په نوم ډېرې پیسې راټولېږي چې خلک یې د دغه ولایت په بیارغونه کې پر لګولو ټینګار کوي.

Views: 514

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.