ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ۴ میاشتو مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ۱،۵ میلیارد افغانۍ ترلاسه شوې

د تېرو ۴ میاشتو مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ۱،۵ میلیارد افغانۍ ترلاسه شوې

author avatar
23 Dec 2021 - 12:20
د تېرو ۴ میاشتو مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ۱،۵ میلیارد افغانۍ ترلاسه شوې
ارشیف
author avatar
23 Dec 2021 - 12:20

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د مخابراتو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې يې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ۱،۵ میلیارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

دغه څرګندونې د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.

دی وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه شاوخوا ۱،۵ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((په هغو سیمو کې چې مخکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه او کوم سایټونه چې بند وو، اوس هغه بېرته فعال شوي او په دې برخه کې مو پرمختګ کړی دی.))

هغه وویل چې دغه پیسې د حکومت بودجې ته ورځي او د ماليې وزارت له لوري لګول کېږي.

نوموړي وویل چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۲۲،۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي.

دغه راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولینو په ۱۳۹۹ کال کې ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې ویلي وو چې په دغه کال کې ۴،۶ میلیارده افغانۍ د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ترلاسه شوې دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) پخواني رییس عمر منصور انصاري ویلي وو چې په ۱۳۹۹ کال کې په ټول هېواد کې ۲۲ میلیونه سیمکارتونه فعال دي خو د نوي حکومت په راتګ سره اوس دغه رقم ۲۲،۵ میلیونو ته لوړ شوی دی.

هغه ویلي وو چې د اترا ادارې د نظارت له مخې، له ۱۳۹۴-۱۳۹۹ پورې ۲۲،۳ میلیارده افغانۍ د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ترلاسه شوې دي.

د یادونې ده، د نوي حکومت په راتګ سره په ځينو هغو سیمو کې چې مخکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه، اوس کار کوي خو بیا هم د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

Views: 904

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.