Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“ملګرو ملتونو افغان حکومت ته په رسمي ډول د ۶ میلیون ډالرو د ورکړې وړاندیز نه دی کړی”
ارشیف

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې ملګرو ملتونو ورته وړاندیز کړی چې د دغه سازمان د ادارو د امنیت ساتلو لپاره یې ورته د شپږ میلیون ډالرو ورکړې وړاندیز کړی.

ادعا:

رویټرز خبري اژانس، د ملګرو ملتونو سازمان د یوه سند او یوې سرچینې په حواله لیکلي چې دغه سازمان وړاندیز کړی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته نږدې شپږ میلیونه امریکایي ډالر ورکړي.

سرچینې – چې وایي یاد سند یې کتلی – لیکلي چې وړاندیز شوې پیسې به په کابل کې د ملګرو ملتونو د شاوخوا ۳۵۰۰ کارکوونکو او لسو ساحوي دفترونو د ساتنې لپاره به د «طالبانو» وړتیاوې لوړې کړي.

دغه خبر تېره ورځ ځینو نورو رسنیو هم خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق په دې اړه د رویټرز د پوښتنې په ځواب کې ویلي:«ملګري ملتونه مکلف دي په هغو هېوادونو کې چې کارکوونکي یې د ناامنۍ په شرایطو کې کار کوي، د کوربه هېواد ظرفیت پیاوړی کړي.»

حقیقت موندنه:

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام دغه راپور ردوي.

هغه وایي: «په ټولنيزو رسنیو کې چې د کورنيو چارو وزارت ته د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د هغوی د ملکیتونو او ودانيو د ساتنې په مقابل کې د شپږ میلیونه ډالرو د وړاندیز او ورکړې خبره کیږي، دا راپور هيڅ حقیقت نه لري. او نه هم لا تر اوسه پورې د کورنيو چارو وزارت ته د ملګرو ملتونو له خوا په رسمي ډول د دې په اړه کوم وړاندیز شوی دی.»

پایله:

داسې راپورونه خپاره شوي چې ملګري ملتونه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د شپږ میلیونه ډالرو د ورکولو وړاندیز کړی، خو یاد وزارت وایي داسې کوم وړاندیز ورته نه دی شوی.

پرېکړه: ملګرو ملتونو افغان حکومت ته په رسمي ډول د ۶ میلیون ډالرو د ورکړې وړاندیز نه دی کړی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.