Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان ۴۲ افغان بنديان په تورخم کې افغان چارواکو ته سپارلي

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار چارواکي وايي، پاکستاني لوري هغه ۴۲ افغان بندیان ورسپارلي چې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.

دغه بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، له خوشي کېدو وروسته تېره ورځ په تورخم کې افغان چارواکو ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت رسنيو له دفتره د مرغومي په ۳مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان له يو شمېر زندانونو ۴۲ افغانان چې په بېلابېلو قضيو کې بنديان شوي وو، ازاد شوي او د تورخم له لارې هېواد ته راولېږل شول.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر معلوماتو له مخې، دغه کسان به له ثبت او راجسټر وروسته له یو څه نغدي مرستې سره خپلو کورونو ته ولېږل شي.

په خبرپاڼه کې دا یادونه نه ده شوې چې دغه افغانان په کوم جرم نیول شوي وو او د پاکستان په زندانونو کې یې څومره موده تېره کړې ده.

پاکستان پخوا هم په بېلابېلو وختونو کې افغان بندیان افغان حکومت ته سپارلي خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دوی ته بندیان ورسپاري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.